د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د ځنډیدو احتمال شته دی
ځینو سرچینو د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په ترسره کیدو کښې د ځنډ راتلو احتمال څرګند کړی دی.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې دغو سرچینو ویلي چې ممکنه ده د افغانستان پارلیماني انتخابات په راتلونکي کال کښې ترسره شي ځکه چې مرسته کونکي هیوادونه د افغانستان د پارلیماني او ولسمشریزو انتخاباتو لپاره جلاجلا پيسو لګولو ته غاړه نه ږدي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو انتخابات پس له درې کلن ځنډه، د روان میلادي کال د اکتوبر په شلمه نیټه ترسره شي خو دغه بهیر له ډیرو ستونزو سره مخ شوی دی.
که څه هم د افغانستان د انتخاباتو کمیشن په ځلونو ټینګار کړی چې پارلیماني انتخابات به په ټاکلې نیټې ترسره کیږي خو د دغه هیواد سیاسي ګوندونو خبرداری ورکړی چې د انتخاباتي نظام د نه اصلاح کیدو په بڼه کښې به د انتخاباتو مخه ونیسي.
د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات هم د راتلونکي ۲۰۱۹ کال د اپریل په وړومبیو کښې ترسره کیدونکي دي.
خو په عین حال کښې د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن مرستیال ویاند عزیز ابراهیمي دا خبره دروغ وبلله او ویې ویل چې د انتخاباتو ۹۰ فیصده لګښت مرسته کونکي هیوادونه ورکوي او د افغانستان پارلیماني انتخابات به په ټاکلې نیټه ترسره شي.