د افغانستان د پارلیماني انتخاباتو یو کاندید ووژل شو
Aug 26, 2018 11:35 Asia/Kabul
د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو یو کاندید د نامعلومو کسانو په حمله کښې ووژل شو.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې له کابل ولایت څخه د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو کاندید جلال الدین صالحي نن د کابل ښار په اطرافو کښې د نامعلومو وسله والو په برید کښې ووژل شو.
د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د دغه کاندید د وژل کیدو د څرنګوالي په اړه کوم رپورټ نه دی ترلاسه شوی.
دا د افغانستان د پارلیماني انتخاباتو دریم کاندید دی چې په دې وروستیو میاشتو کښې په وسله والو او ترهګرو بریدونو کښې وژل کیږي.
ټیګونه