له افغان ولسمشر سره د سياسي ګوندونو غونډه بې نتيجې ختمه شوه
(last modified Mon, 27 Aug 2018 08:22:38 GMT )
Aug 27, 2018 12:52 Asia/Kabul
  • له افغان ولسمشر سره د سياسي ګوندونو غونډه بې نتيجې ختمه شوه

د انتخاباتي اختلافاتو د هواري لپاره د سياسي ګوندونو له استازيو سره د افغان ولسمشر غونډه بې نتيجې ختمه شوه.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې اشرف غني بېګا د کابل په ارګ ماڼۍ کښې په دغه غونډه کښې  د سياسي ګوندونو له اوو تنو سر د انتخاباتي اختلافاتو د هواري لپاهر خبرې اترې وکړې خو خبري سرچينو د دغو ګوندونو د نمائندګانو له قوله وويل، دغې غونډې څه نتيجه ونه لري او ولسمشر د هغوي د غوښتنو پوره کولو لپاره زمينه رامنځته نه کړې شوه.

د افغانستان د جبهه نوين ملي ګوند مشر انوارالحق احدي وويل: د رايو د اخېستې د سېسټم بدلول او په انتخاباتو کښې له بايو مېټرېک سېسټم څخه استفاده کول د سياسي ګوندونو يوه سره کرښه ده.

د افغانستان سياسي ګوندونو تېره مياشت په يوه ګډه غونډه کښې افغان حکومت او د انتخاباتو کمېشن د پارلېماني انتخاباتو د انجنيئرۍ لپاره په کوشش تورن کړل.

دا په داسې حال کښې دي چې په انتخاباتي نظام کښې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره افغان حکومت ته د سياسي ګوندونو ورکړے شوے پينځلس ورځنے مهلت ختم شوے دے او ټاکلې شوې وه چې دوه ورځې مخکې به د ګوندونو احتجاج شروع شي خو د ځينو دلائلو په وجه وځندولې شو.

د انتخاباتو جوړولو د څه رنګوالي په باره کښې د اختلافاتو دوام د راتلونکي اکتوبر د مياشتې د پارلېماني انتخاباتو په اړه اندېښنې رابرسېره کړي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د فاونډېشن مشر يوسف رشيد وويل: د داسې حالت دوام راروانو انتخاباتو ته زيان رسولې شي.

 

 

ټیګونه