په افغانستان کښې دسولې لپاره ملی اراده نشته
-
امریکا د ترهګرو ډلو په وسیله په نورو هیوادونو کښې ماجرا غواړي او سلطه غواړي هدفونه اجرا کوي .
دافغانستان د چارو کارپیژاند اکبر وردک د سولې د تحقق په هدف سره په هیواد کښې د موقته حکومت دجوړیدا اوازې ته په غبرګون کښې وویل تر هغه وخته چې ملی اراده نه وی موقته حکومت به په هیواد کښې د سولې له ټینګیدا سره هیڅ مرسته ونکړی .
هغه له تهران راډیو سره په مرکه کښې وویل په افغانستان کښې سوله د نړیوالو قدرتونو او د ګاونډیوهیوادونو په مرستې سره امکان نلری خو ستونزه دلته ده چې تراوسه د افغانستان د واکمنانو او دنورو سیاسی ډلو ترمینځ دسولې دټینګیدا لپاره هیڅ اراده نشته .
د پاریس دپوهنتون استاد اکبر وردک زیاته کړه دافغانستان خلک په یوازې ځان دهیواد موجود کړکیچونه نشی حل کولای پردې اساس د لوې جرګې یا د موقته حکومت جوړیدل به هیڅ نتیجه ورنکړی .
هغه په افغانستان کښې دامریکا پروګرام اوږد وباله او ویې وویل امریکا به تر هغه وخت پورې چې خپلو هدفونوته ونه رسیږی له افغانستان څخه لاړه نشی او هغه ټول کانفرنسونه اوغونډې چې د سولې په نوم کیږی یوازې عمومی افکاروته د دوکې دورکولو لپاره دی .
هغه په افغانستان کښې د داعش ډلې شتون او پیاوړتیا د سیمې دهیوادونو لپاره جدی خطر وباله او زیاته یې کړه داعش په سیمه کښې دامریکا یو اوزار دی او امریکا د ترهګرو ډلو په وسیله په نورو هیوادونو کښې ماجرا غواړی او سلطه غواړی هدفونه اجرا کوی .
هغه د اسلامی هیوادونو ویشل د امریکا دپروګرامونو او پلان په چوکاټ کښې وبلل او ویې ویل واشنګټن دغه پروګرامونه په سیمه کښې دصهیونیسټ رژیم د امنیت دتامینولو لپاره اجرا کوی او په عراق او سوریې کښې د ترهګرو ډلو جوړول د اسلام دمبین دین د بدنامولو لپاره دی .
اکبر وردک په عراق کښې د داعش ډلې د له مینځه وړلو لپاره له بغداد سره د دایران مرستو ته په اشارې سره وویل که چیرې دایران مرستې نه وائ عراق نسکوریده او په سوریې کښې هم د داعش ډلې ماتی ناممکنه کیدله .