په افغانستان کې د لویدیځی هیوادونو پلانونه ناکام شوِی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76047-په_افغانستان_کې_د_لویدیځی_هیوادونو_پلانونه_ناکام_شوِی_دی
نهضت یار دافغانستان په حکومتی څوکیو کې دکسانو ګمارلو په باب دامریکا اوانګلستان دنظر داختلاف په تشریح کولو سره روښانه کړې ، امریکایان هڅه کوی ، چې دانګلستان له خوا ملاتړ کیدونکی څیرې او مهرې له قدرته لیرې وساتی او دخپلې خوښې کسان دهغو په ځای واکوال کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 31, 2018 03:02 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د لویدیځی هیوادونو پلانونه ناکام شوِی دی

نهضت یار دافغانستان په حکومتی څوکیو کې دکسانو ګمارلو په باب دامریکا اوانګلستان دنظر داختلاف په تشریح کولو سره روښانه کړې ، امریکایان هڅه کوی ، چې دانګلستان له خوا ملاتړ کیدونکی څیرې او مهرې له قدرته لیرې وساتی او دخپلې خوښې کسان دهغو په ځای واکوال کړی .

  دافغانستان دچارو یوه کارپوه  رحمت ا... نهضت یار  په کابل کې زمونږ له  خبریال سره په خبرو کې   دموقته حکومت دجوړولو لپاره د افغانستان دحکومت د  مخالفانو هڅې ته په اشارې سره ټینګار کړی ،لویدیځوال  هر پروګرام یا پلان چې  په افغانستان کې ئې اجرا کوی ، له ماتې  سره مخامخیږی .

 نهضت یار   دافغانستان  په حکومتی څوکیو کې  دکسانو   ګمارلو په باب  دامریکا اوانګلستان  دنظر  داختلاف  په تشریح کولو سره  روښانه کړې ،  امریکایان هڅه کوی ، چې  دانګلستان  له خوا ملاتړ کیدونکی  څیرې  او مهرې   له قدرته لیرې وساتی او  دخپلې خوښې کسان  دهغو په ځای    واکوال کړی .

 دغه افغان کارپیژاندی وئیلی د ی ،ا مریکایان  په دې پسې دی ، چې  په افغانستان کې  داعشی ترهه ګر  دطالبانو په ځای راولی  څو  له دې لارې  ځینی ګاونډی هیوادونه وګواښی .  رحمت ا.. نهضت یار   په هغې غونډې کې   دافغانستان دحکومت له ګډون سره د امریکا مخالفت ته په اشارې سره چې  ټاکل شوې وه ،  دستمبر په لومړنیو کې په ماسکو کې  دافغانستان د سولې دلارو چارو دلټولو په باب ترسره شی ،  ووئیل ، امریکایان  نه یوازې   په افغانستان کې په سولې پسې نه دی ،پلکې  غواړی ،  د دغه هیواد طبیعی سرچینې چورتالان کړی او   دافغانستان له لارې  د مینځنۍ آسیا په هیوادونو کې نفوذ وکړی .