په کابل هوائي اډه د طالب ډلې حمله
Aug 31, 2018 10:53 Asia/Kabul
طالب ډلې د افغانستان د پائتخت کابل په فوځي هوائي اډه د راکټي حملې خبر ورکړ.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د طالب ډلې وياند اعلان وکړ د دغې ډلې ځواکونو بېګا په کابل هوائي اډه څلور راکټونه وويشتل.
ذبيح ا... مجاهد وويل، په دغه توغنده اي حمله کښې يو شمېر افغان ځواکونه ووژل شول او يو شمېر فوځي هيلي کاپټرونه هم تباه کړې شول.
تېره هفته هم طالب ډلې د کابل د شمال په پروان ولايت کښې د بګرام په فوځي اډه راکټي حمله وکړه او پکښې يې بهرنيو فوځيانو ته سخت سرتاوانونه ورسول.
ټیګونه