دسولې له بهیرسره دافغانستان دحزب اسلامی دمشریو ځای کیداهیڅ اغیزې نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76130-دسولې_له_بهیرسره_دافغانستان_دحزب_اسلامی_دمشریو_ځای_کیداهیڅ_اغیزې_نه_لری
سیاسی کارپیژآندی هم په دې اند دی چې ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې د روغې جوړې له بهیر سره د اغیزمن شخصیّت په ځای په دغه هیواد کې دقومی اومذهبی ا ختلافاتو په زیاتولو کې اغیزمن رول لوبوی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 03, 2018 07:30 Asia/Kabul
  • دسولې له بهیرسره دافغانستان دحزب اسلامی دمشریو ځای کیداهیڅ اغیزې نه لری

سیاسی کارپیژآندی هم په دې اند دی چې ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې د روغې جوړې له بهیر سره د اغیزمن شخصیّت په ځای په دغه هیواد کې دقومی اومذهبی ا ختلافاتو په زیاتولو کې اغیزمن رول لوبوی .

 تسنیم خبری آژانس  راپورو رکړی ،  دافغانستان دطالبانو  یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد  پرون دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی ،   دافغانستان   دحکومت  دسولې له بهیرسره   له یو ځای کیدا د حزب اسلامی ګوند مشر  ګلبدین حکمتیار  موخه  یوازې  یو شمیر امتیازونو ،پیسو اوقدرت ترلاسه کول دی .

  دا په داسې حال  کې دی ،  چې  دافغانستان  حکومت  د  روغې جوړې  دموافقې په نامې سره  ډیر زیات امتیازونه  د دغه هیواد  حزب اسلامی ګوند ته بیّل کړی دی  او د دغه ګوند په سلګونو غړی ئې هم له بندونو  خوشی کړی دی .

 په تیر یوه کال کې  دافغانستان  حزب اسلامی ګوند   د افغانستان  دولسمشرۍ  د ارګ له خوا  په میلیونونو ډالر  اوډیرزیات سیاسی امتیازونه  ترلاسه کړی دی .

 سیاسی کارپیژآندی  هم په دې اند دی چې   ګلبدین حکمتیار  په افغانستان کې د روغې جوړې  له بهیر سره د اغیزمن شخصیّت په ځای   په دغه هیواد کې  دقومی اومذهبی ا ختلافاتو په زیاتولو کې  اغیزمن رول لوبوی .