طالبانو له نیواکګرانو سره په مبارزې ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76138-طالبانو_له_نیواکګرانو_سره_په_مبارزې_ټینګار_وکړ
زمونږ خبریال وایی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کښې د امریکا او د ناټو د عسکرو د نوی قومندان ټاکل د واشنګټن لخوا یوه(۱) بله ناکامه هڅه وبلله او له نیواکګرانو سره د مبارزې پر دوام یې ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2018 07:00 Asia/Kabul
  • جنرال میلر به په افغانستان کښې دامریکا دنورو پوځي جنرالانو په شان ماتي وخوري .
    جنرال میلر به په افغانستان کښې دامریکا دنورو پوځي جنرالانو په شان ماتي وخوري .

زمونږ خبریال وایی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کښې د امریکا او د ناټو د عسکرو د نوی قومندان ټاکل د واشنګټن لخوا یوه(۱) بله ناکامه هڅه وبلله او له نیواکګرانو سره د مبارزې پر دوام یې ټینګار وکړ .

هغه وویل دافغانستان خلک هیڅکله نیواکګرۍ ته غاړه نه کیږدوی او جنرال میلر به په افغانستان کښې دامریکا دنورو پوځی جنرالانو په شان ماتی وخوری .

په افغانستان کښې د ناټو او دامریکا دعسکرو دقومندان جنرال جان نیکلسن (John William Nicholson Jr.) ماموریت له دوو(۲) کلونو وروسته پاې ته ورسید او په یو لړ دستورو کښې یې خپلې دندې نوی قومندان جنرال سکارټ میلر (Scott Miller) ته وسپارلې .

په افغانستان کښې د امریکا او دناټو د پوځیانو نوی قومندان جنرال سکاټ میلر هم په دغو دستورو کښې وویل افغانستان به نور د ترهګرو لپاره امن ځای نه وی او زیاته یې کړه په طالبانو باید دباو زیات شی چې په  هیواد کښې د سیاسی خبرو اترو زمینه برابره شی .

په افغانستان کښې د امریکا او د ناټو د نوی پوځی قومندان  ټاکل او شتون په داسې حال کښې دی چې دامریکا لخوا له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې ددغه هیواد له نیواک راهسې نه یوازې تراوسه په افغانستان کښې امنیت ټینګ شوی نه دی بلکې ناامنۍ ، جنګ او دخلکو وژله زیاته شوی ده او کارپیژاندی وایی د نیواکګرو عسکرو په وتلو سره جنګ پاې ته رسیږی .