دافغانستان دسیاسی ګوندونو او دطالبانو دخبرو احتمال شته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76152-دافغانستان_دسیاسی_ګوندونو_او_دطالبانو_دخبرو_احتمال_شته
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان پارلمان وویل سیاسی ګوندونه دماسکو دسولې په غونډې کښې له طالبانو سره دخبرو اترو لپاره چمتووالی لری چې د اسماعیل خان په مشرۍ یو(۱) پلاوی له طالبانو سره خبرو ته واستوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2018 10:18 Asia/Kabul
  • احتمال شته چې د جمعیت اسلامي ګوند دنامتو غړي اسماعیل خان په مشرۍ دافغانستان دسیاسي ګوندونو یو(۱) پلاوی د ماسکو دسولې غونډې ته واستول شي .
    احتمال شته چې د جمعیت اسلامي ګوند دنامتو غړي اسماعیل خان په مشرۍ دافغانستان دسیاسي ګوندونو یو(۱) پلاوی د ماسکو دسولې غونډې ته واستول شي .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان پارلمان وویل سیاسی ګوندونه دماسکو دسولې په غونډې کښې له طالبانو سره دخبرو اترو لپاره چمتووالی لری چې د اسماعیل خان په مشرۍ یو(۱) پلاوی له طالبانو سره خبرو ته واستوی .

د افغانستان دپارلمان لومړی مرستیال همایون همایون وویل ددغه هیواد ستر ملی ائتلاف په هر هیواد کښې چې وی له طالبانو سره د خبرو اترو پلوی دی .

هغه هیله وکړه دافغانستان سیاسی ګوندونه وکولای شی له طالبانو ډلې سره نیغ په نیغه خبرې اترې وکړی .

احتمال شته چې د جمعیت اسلامی ګوند دنامتو غړی اسماعیل خان په مشرۍ دافغانستان دسیاسی ګوندونو یو(۱) پلاوی د ماسکو دسولې غونډې ته واستول شی .

د ماسکو دسولې غونډه د افغانستان دحکومت د مخالفت په دلیل ځنډول شوی ده .

د امریکا او د افغانستان حکومتونو دماسکو په غونډې کښې د ګډون لپاره د  روسیې غوښتنه نه ده منلی .

ځینې کارپیژندای باوری دی که چیرې طالبان وکولای شی له سیاسی ګوندونو سره تفاهم ته ورسیږی نو له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په سوله ایز ډول د وتلو زمینه به هم برابره شی .

طالبانو تراوسه دافغانستان د سیاسی ګوندونو له استازیو سره داحتمالی خبرو اترو په اړه څه نه دی ویلی .