مولوي جلال الدین حقانی له اوږدې ناروغۍ وروسته مړشو
د پاکستان اوافغانستان ډیری کورنۍ او سیاستوالان او شناندی وائی په سیمې کې په زیاتره اړۍ ګړۍ او بمی چاودنو کې د حقانی چینل لاس درلودل له هیچا پټ نه دی ، او داسې کومه غمیزه چې په تیرو وختونو کې رامینځة شوی ، یا د وسلوالو طالبانو او داعشیانو په لاس شوی او یاهم د همدغې حقانی ډلې د وګړو په لاس شوی دی .
زمونږخبریال د جنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ د افغانستان طالبانو ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره منلې ده چې دحقانی چینل مشر او دطالبانو ډلې د مرکزی شورا مهم غړی مولوی جلاالدین حقانی مړ شوی ، البته دهغه خاورو ته د سپارلو په باب څه نه دی وئیل شوی .
راپورونه ښئ دحقانی چینل ځینو سرچینو هم دا خبره منلې ده چې دهغوی مشر اوس په دغې دنیا کې نشته خو دهغه لارښونې ا و اقدامات دهغوی لپاره دلارې مشال دی .
دپاکستان او افغانستان زیاتره خبری سرچینو وئیلی دی ، مولوی حقانی څه موده مخکې مړ شوی ،خو په دغې موقعې د هغه دمړینې اعلان کول څه خاص موخو په اساس شوی دی .