حامدکرزی له طالبانو سره د روغې جوړې غوره ټاکنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76225-حامدکرزی_له_طالبانو_سره_د_روغې_جوړې_غوره_ټاکنه_ده
دافغانستان د سیاسی ګوندونو ستر ائیتلاف یوه بل مسئول مقام حضرت علی هم وئیلی دی ، دافغانستان د سیاسی ګوندونو دستر ائیتلاف دمرکچی ډلې مشری به حامد کرزی او یا هم د جمعیّت اسلامی ګوند درهبرۍ له یوه غړی اسماعیل خان ته وسپارل شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 06, 2018 07:43 Asia/Kabul
  • حامدکرزی  له طالبانو سره د  روغې جوړې غوره ټاکنه ده

دافغانستان د سیاسی ګوندونو ستر ائیتلاف یوه بل مسئول مقام حضرت علی هم وئیلی دی ، دافغانستان د سیاسی ګوندونو دستر ائیتلاف دمرکچی ډلې مشری به حامد کرزی او یا هم د جمعیّت اسلامی ګوند درهبرۍ له یوه غړی اسماعیل خان ته وسپارل شی .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ   دافغانستان  لوی ملی ائیتلاف  ویندوی فضل  رحمان  اوریا   وئیلی دی ،  د افغانستان  دملی وحدت حکومت   په دغه هیواد کې  د سولې او جنګ دمدیریّت توان نه لری  ، په همدې دلیل  سیاسی ګوندونه په نظر کې لری ،  دافغانستان پخونانی ولسمشر حامد کرزی  له طالبانو سره د خبرواترو لپاره د پلاوی  مشر وټاکی .

 له دې مخکې  حامد کرزی  په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ دبهرنیو عسکرو شتون  په جنګ ځپلی افغانستان کې د جنګ جګړو د دوام دلیل بللی  دی .

فضل رحمان اوریا زیاته کړې ، دافغانستان  حکومت  دسولې به بهیر کې بریالی نه دی ، پر دې اساس   لوی ملی ائیتلاف  باید  په دغه هیواد کې د سولې اوثبات  دټینګولو په بهیر کې خپل رول ولوبوی .

 هغه ددې په خبرې په کولو سره چې   دافغانستان اوسنی حکومت خپل هر ډول توان له لاسه ورکړی دی ، زیاته کړې ،لوی ملی ائیتلاف باید  دحکومت دغه تشه ډکه کړی .

 همداراز د دغه ستر ائیتلاف یوه بل مسئول مقام  حضرت علی  هم وئیلی دی ،  دافغانستان د سیاسی ګوندونو دستر ائیتلاف  دمرکچی ډلې مشری  به حامد کرزی او یا هم د  جمعیّت اسلامی ګوند  درهبرۍ  له یوه غړی اسماعیل خان  ته وسپارل شی .

له بلې خوا د  افغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی ریاست   مرستیال ویندوی امید میثم  دوه ورځې مخکې وئیلی وو ،  له طالبانو سره هرډول  روغه جوړه باید د  افغانسان د حکومت او دسولې  دعالی شورا په غږملتیا سره ترسره شی . له طالبانو ډلې سره  د افغانستان دسیاسی ګوندونو  داحتمالی خبرواترو ځای  معلوم شوی نه دی ، خو  خیال کیږی ، چې  ممکنه ده   دغه لیده کاته  دماسکو دغونډې په څنګ کې وشی ،