حامدکرزی له طالبانو سره د روغې جوړې غوره ټاکنه ده
دافغانستان د سیاسی ګوندونو ستر ائیتلاف یوه بل مسئول مقام حضرت علی هم وئیلی دی ، دافغانستان د سیاسی ګوندونو دستر ائیتلاف دمرکچی ډلې مشری به حامد کرزی او یا هم د جمعیّت اسلامی ګوند درهبرۍ له یوه غړی اسماعیل خان ته وسپارل شی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان لوی ملی ائیتلاف ویندوی فضل رحمان اوریا وئیلی دی ، د افغانستان دملی وحدت حکومت په دغه هیواد کې د سولې او جنګ دمدیریّت توان نه لری ، په همدې دلیل سیاسی ګوندونه په نظر کې لری ، دافغانستان پخونانی ولسمشر حامد کرزی له طالبانو سره د خبرواترو لپاره د پلاوی مشر وټاکی .
له دې مخکې حامد کرزی په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ دبهرنیو عسکرو شتون په جنګ ځپلی افغانستان کې د جنګ جګړو د دوام دلیل بللی دی .
فضل رحمان اوریا زیاته کړې ، دافغانستان حکومت دسولې به بهیر کې بریالی نه دی ، پر دې اساس لوی ملی ائیتلاف باید په دغه هیواد کې د سولې اوثبات دټینګولو په بهیر کې خپل رول ولوبوی .
هغه ددې په خبرې په کولو سره چې دافغانستان اوسنی حکومت خپل هر ډول توان له لاسه ورکړی دی ، زیاته کړې ،لوی ملی ائیتلاف باید دحکومت دغه تشه ډکه کړی .
همداراز د دغه ستر ائیتلاف یوه بل مسئول مقام حضرت علی هم وئیلی دی ، دافغانستان د سیاسی ګوندونو دستر ائیتلاف دمرکچی ډلې مشری به حامد کرزی او یا هم د جمعیّت اسلامی ګوند درهبرۍ له یوه غړی اسماعیل خان ته وسپارل شی .
له بلې خوا د افغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی ریاست مرستیال ویندوی امید میثم دوه ورځې مخکې وئیلی وو ، له طالبانو سره هرډول روغه جوړه باید د افغانسان د حکومت او دسولې دعالی شورا په غږملتیا سره ترسره شی . له طالبانو ډلې سره د افغانستان دسیاسی ګوندونو داحتمالی خبرواترو ځای معلوم شوی نه دی ، خو خیال کیږی ، چې ممکنه ده دغه لیده کاته دماسکو دغونډې په څنګ کې وشی ،