له طالبانو سره د سولې دخبرو هڅې دوام لری
-
د پاکستان له چارواکو سره د افغانستان د پلاوي د غونډې دترسره کیدا نیټه تراوسه نه ده ټاکل شوي .
زمونږخبریال وایی د افغانستان د سولې د لوړې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم د طالبانو ډلې او دحکومت ترمینځ د سولې د خبرواترو د له سره پیلولو لپاره ددغه شورا دهڅې خبر ورکړ .
هغه وویل له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې د خبرو اترو د له سره پیلیدا لپاره دنورو هیوادونو هڅې ددغه شورا په غږملتیا سره کیږی .
دافغانستان د سولې دلوړې شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم په هیواد کښې په طالبانو ډلې د پاکستان نفوذ ته په اشارې سره وویل ټاکل شوی ده چې د سولې دلوړې شورا یو(۱) پلاوی پاکستان ته ورشی او له طالبانو سره د کابل دحکومت دسولې د خبرو اترو په اړه د اسلام اباد له چارواکو سره خبرې وکړی .
هغه وویل د پاکستان له چارواکو سره د افغانستان د پلاوی د غونډې دترسره کیدا نیټه تراوسه نه ده ټاکل شوی او د کابل حکومت په دې اړه د پاکستان د ځواب په تمه دی .