له طالبانو سره د سولې دخبرو هڅې دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76277-له_طالبانو_سره_د_سولې_دخبرو_هڅې_دوام_لری
زمونږخبریال وایی د افغانستان د سولې د لوړې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم د طالبانو ډلې او دحکومت ترمینځ د سولې د خبرواترو د له سره پیلولو لپاره ددغه شورا دهڅې خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2018 07:08 Asia/Kabul
  • د پاکستان له چارواکو سره د افغانستان د پلاوي د  غونډې دترسره کیدا نیټه تراوسه نه ده ټاکل شوي .
    د پاکستان له چارواکو سره د افغانستان د پلاوي د غونډې دترسره کیدا نیټه تراوسه نه ده ټاکل شوي .

زمونږخبریال وایی د افغانستان د سولې د لوړې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم د طالبانو ډلې او دحکومت ترمینځ د سولې د خبرواترو د له سره پیلولو لپاره ددغه شورا دهڅې خبر ورکړ .

هغه وویل له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې د خبرو اترو د له سره پیلیدا لپاره دنورو هیوادونو هڅې ددغه شورا په غږملتیا سره کیږی .

دافغانستان د سولې دلوړې شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم په هیواد کښې په طالبانو ډلې د پاکستان نفوذ ته په اشارې سره وویل ټاکل شوی ده چې د سولې دلوړې شورا یو(۱) پلاوی پاکستان ته ورشی او له طالبانو سره د کابل دحکومت دسولې د خبرو اترو په اړه د اسلام اباد  له چارواکو سره خبرې وکړی .

هغه وویل د پاکستان له چارواکو سره د افغانستان د پلاوی د  غونډې دترسره کیدا نیټه تراوسه نه ده ټاکل شوی او د کابل حکومت په دې اړه د پاکستان د ځواب په تمه دی .