له جرمنی دافغان کډوالو د ویستلو بهیر هماغه راز دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76422-له_جرمنی_دافغان_کډوالو_د_ویستلو_بهیر_هماغه_راز_دوام_لری
دبخښنې نړیوالې ادارې په همداوروستیو کې له جرمنی غوښتی ، دافغان کډوالو د ویستلو بهیر دې ودروی ، خو د کډوالو دحقوقو ددفاعی اورګانونو پشمول دنړیوالو ادارو اوموسسو له مخالفتونو سره سره له جرمنی د افغان کډوالو د ویستلو بهیر دوام لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2018 03:01 Asia/Kabul
  •   له جرمنی دافغان کډوالو د ویستلو بهیر هماغه راز دوام لری

دبخښنې نړیوالې ادارې په همداوروستیو کې له جرمنی غوښتی ، دافغان کډوالو د ویستلو بهیر دې ودروی ، خو د کډوالو دحقوقو ددفاعی اورګانونو پشمول دنړیوالو ادارو اوموسسو له مخالفتونو سره سره له جرمنی د افغان کډوالو د ویستلو بهیر دوام لری .

 زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  د له جرمنی  د ویستل شوو  افغان کډوالو   شپاړسمه الوتکه هم پرون  کابل ته رسیدلې او   هغه شل افغانان  چې   په جرمنی کې ئې  ډ پناه اخستو  غوښتنې رد شوی وې ، بیرته خپل هیواد ته ګرځول شوی دی .

   دا د   هغو افغان کډوالو  سپاړسمه ډله ده چې  د ۲۰۱۶کال له دسمبره تر دې دمه  ویستل شوی دی  او   ټول ټال شمیر ئې  درې سوه پنځوسو ته رسیدلی دی .

 داپه داسې حال کې دی ، چې  دبخښنې نړیوالې ادارې په همداوروستیو کې له جرمنی غوښتی ،   دافغان کډوالو د ویستلو   بهیر دې ودروی ، خو  د کډوالو دحقوقو ددفاعی  اورګانونو پشمول   دنړیوالو ادارو اوموسسو له مخالفتونو سره سره  له جرمنی د افغان کډوالو د ویستلو بهیر  دوام لری .

  له ا روپا په تیره بیا له جرمنی ویستل شوی   افغان کډوال   زیاتره له  ډیرو اقتصادی  مشکلاتو او د ناکراریو له ناندریو سره لاس اوګریوان دی .