د افغانستان لویه څارنوالي د جعلي پیژندپاڼو څیړنه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76476-د_افغانستان_لویه_څارنوالي_د_جعلي_پیژندپاڼو_څیړنه_کوي
د افغانستان لویې څارنوالۍ په دغه هیواد کښې د لکونو جعلي پيژندپاڼو د څیړنې لپاره د یو پلاوي د ټاکلو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 15, 2018 03:44 Asia/Kabul
  • د افغانستان لویه څارنوالي د جعلي پیژندپاڼو څیړنه کوي

د افغانستان لویې څارنوالۍ په دغه هیواد کښې د لکونو جعلي پيژندپاڼو د څیړنې لپاره د یو پلاوي د ټاکلو خبر ورکړ.

د تسنیم خبري آژانس د رپورټ له مخې د افغانستان د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي پرون وویل چې د دغه هیواد د ولسمشر د حکم په اساس، د ورکړی شویو پيژندپاڼو د کره شمیر معلومول، د جعلي پیژندپاڼو په هکله شکایتونو باندې غور او قضايي ارګانونو ته یې د عاملانو ورپیژندل د دې پلاوي دندې دي.

تیره اونۍ د افغانستان سیاسي ګوندونو او ډلو په یوه غونډه کښې د داسې لکونو جعلي پيژندپاڼو شتون ایشوا کړ چې د کابل د حکومت د پلوي کاندیدانو لخوا د رایه ورکونکو د نوم لیکنې په بهیر کښې ترې ګټه پورته شوې وه.

د افغانستان سیاسي ګوندونو د دغه هیواد حکومت او د انتخاباتو کمیشن د پارلیماني انتخاباتو لپاره په جوړجاړي تورن کړ.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات په درې کلن ځنډ سره د روان ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په شلمه نیټه ترسره شي.