دافغانستان د بامیانو خلکو د والی اقدام غندلی
(last modified Sat, 22 Sep 2018 01:52:12 GMT )
Sep 22, 2018 06:22 Asia/Kabul
  • د بامیانو والي څو ورځې مخکې حکم ورکړی وو له دغه ښار او عمومي ځایونو د عزادارۍ بیرغونه راټول کړي .
    د بامیانو والي څو ورځې مخکې حکم ورکړی وو له دغه ښار او عمومي ځایونو د عزادارۍ بیرغونه راټول کړي .

تسنیم خبری اژانس وایی حسینی عزادارانو ته د افغانستان د بامیانو د والی سپکاوی د عبا عبدالله السحین علیه السلام د مینه والو غوسه راوپاروله .

د افغانستان د بامیانو والی طاهر زهیر د عاشورا د ورځې د ترسره کیدا په مراسمو کښې دحسینی ماتمیانو په سپکاوی سره په افغانستان کښې د حضرت امام حسین علیه السلام د مینه والو د  ماتم سبک (style)د یزیدی کار تکرار وباله .

هغه ټینګار وکړ دلومړی ځل لپاره عبیدالله ابن زیاد په ښار کښې د سرو او تورو  او ښکلیو بیرغونو په لګولو سره د امام حسین علیه السلام لپاره ماتم کړی وو .

د افغانستان دبامیانو د علماو شورا هم د عزادارۍ په بیرغونو د دغه ولایت د ځایی چارواکو بندیز لګول وغندل .

د بامیانو والی څو ورځې مخکې حکم ورکړی وو له دغه ښار او عمومی ځایونو د عزادارۍ بیرغونه راټول کړی .

دافغانستان حسینی عزادارو دغه اقدام ته سخت غبرګون ښودلی او په زرګونو خلکو په ټولنیزو اینټر نیټ پاڼو کښې د بامیانو دوالی په دغه فیصلې اعتراض کړی او هغه یې  دافغانستان دخلکو ترمینځ د تفرقې د رامینځته کولو لپاره په هڅې تورن کړی .