امریکا په افغانستان کې دجنګ له ختمیدو سره هیڅ دلچسپی نه لری
د افغانستان د پارلیمان د امنیتی کمیشن دغه مقام زیاته کړې ، امریکایان به هیڅکله هم په افغانستان کې د سولې او ثبات لاره هواره نه کړی او امریکائی چارواکی تل په افغانستان کې د ناندریو او شخړو په رامینځةکولو پسې دی .
فرانس پریس آژانس راپورورکړ دا فغانستان د پارلیمان دامنیتی کمیشن یوه مسئول مقام دلاؤر ایماق نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، واشنګټن په افغانستان کې د جنګ پای ته له رسولو سره هیڅ ګروهنه نه لری ، ځکه چې په دغه هیواد کې سوله رامینځةشی ، نو بیا په افغانستان کې د امریکایانو دشتون د دوام لپاره هیڅ پلمه نه پاتیکیږی .
د افغانستان د پارلیمان د امنیتی کمیشن دغه مقام زیاته کړې ، امریکایان به هیڅکله هم په افغانستان کې د سولې او ثبات لاره هواره نه کړی او امریکائی چارواکی تل په افغانستان کې د ناندریو او شخړو په رامینځةکولو پسې دی .
دلاؤر ایماق دخپلوخبرو په یوې بلې برخې کې له طالبانو ډلې د ماسکو ملاتړ رد کړی او وئیلی ئې دی ، له طالبانو ډلې دماسکو د حکومت د ملاتړ په باب هیڅ ډول شواهد او سندونه نشته .