امریکا په افغانستان کې دجنګ له ختمیدو سره هیڅ دلچسپی نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76674-امریکا_په_افغانستان_کې_دجنګ_له_ختمیدو_سره_هیڅ_دلچسپی_نه_لری
د افغانستان د پارلیمان د امنیتی کمیشن دغه مقام زیاته کړې ، امریکایان به هیڅکله هم په افغانستان کې د سولې او ثبات لاره هواره نه کړی او امریکائی چارواکی تل په افغانستان کې د ناندریو او شخړو په رامینځةکولو پسې دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 22, 2018 13:04 Asia/Kabul
  • امریکا په افغانستان  کې دجنګ له ختمیدو سره هیڅ دلچسپی نه لری

د افغانستان د پارلیمان د امنیتی کمیشن دغه مقام زیاته کړې ، امریکایان به هیڅکله هم په افغانستان کې د سولې او ثبات لاره هواره نه کړی او امریکائی چارواکی تل په افغانستان کې د ناندریو او شخړو په رامینځةکولو پسې دی .

 فرانس پریس آژانس راپورورکړ  دا فغانستان د پارلیمان دامنیتی کمیشن یوه مسئول مقام  دلاؤر ایماق  نن په یولړ  څرګندونو کې وئیلی دی ، واشنګټن په افغانستان کې  د جنګ پای ته له رسولو سره هیڅ ګروهنه نه لری ، ځکه  چې   په دغه هیواد کې  سوله رامینځةشی ، نو  بیا په افغانستان کې د امریکایانو دشتون د دوام لپاره  هیڅ پلمه نه پاتیکیږی .

  د افغانستان د پارلیمان د  امنیتی کمیشن دغه مقام  زیاته کړې ، امریکایان به  هیڅکله هم   په افغانستان کې د سولې او ثبات لاره هواره نه کړی  او  امریکائی چارواکی تل  په افغانستان کې د ناندریو او شخړو په رامینځةکولو پسې دی .

  دلاؤر ایماق  دخپلوخبرو په یوې بلې برخې کې له طالبانو ډلې د ماسکو  ملاتړ رد کړی او وئیلی ئې دی ،  له طالبانو ډلې   دماسکو  د حکومت د  ملاتړ په باب   هیڅ ډول شواهد او سندونه  نشته .