ملګری ملتونه دافغانستان دپارلیمانی انتخاباتوپه شفاف ډول ترسره کیداسره مرسته کوی
دافغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر له موجوده مشکلاتو د وتلو لاره دسیمه ایزو هیوادونو په تیره بیا دافغانستان او پاکستان ترمینځ صادقانه ملګرتیا وبلله .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ دملګروملتو سرمنشی آنتو نیو ګوتریش بیګا په نیویارک کې د افغانستان دملی وحدت حکومت داجرائی شورا له مشر عبدا...عبدا... سره په کتنې کې په افغانستان کې سیاسی ثبات او امنیت د دغه نړیوال اورګان یوه هیله وبلله .
په دغې کتنې کې عبدا...عبدا.... هم وئیلی دی ، دافغانستان حکومت له یائیو میټرک سسټمه په استفادې سره د باؤری او شفافو انتخاباتو ترسره کولو ته پابند دی او دملګروملتو پشمول له نړیوالو ټولنو سره ملګرتیاکوی.
دافغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر له موجوده مشکلاتو د وتلو لاره دسیمه ایزو هیوادونو په تیره بیا دافغانستان او پاکستان ترمینځ صادقانه ملګرتیا وبلله .