طالبانو په عربستان کې له افغان چارواکوسره لیدۀکاتۀ ردکړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76851-طالبانو_په_عربستان_کې_له_افغان_چارواکوسره_لیدۀکاتۀ_ردکړل
دافغانستان طالبانو ډلې دکابل له حکومت سره دسولې خبرې اترې له افغانستانه د امریکا په قوماندانۍ دبهرنیو عسکرو وتل لومړنی شرط اعلان کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 29, 2018 09:00 Asia/Kabul
  • طالبانو په عربستان کې له افغان چارواکوسره لیدۀکاتۀ ردکړل

دافغانستان طالبانو ډلې دکابل له حکومت سره دسولې خبرې اترې له افغانستانه د امریکا په قوماندانۍ دبهرنیو عسکرو وتل لومړنی شرط اعلان کړی دی .

 د طالبانو یوه ویندوی  ذبیح ا... مجاهد  نن له مونږ سره په ټیلیفونی تماس کې    دسعودی عربستان په ریاض کې   دافغانستان له حکومتی چارواکو سره د دغې ډلې داستازو د  کتنې  په باب  دلویدیځی رسنیو راپور رد کړی او وئیلی  ئې دی ،  په  عربستان کې د  له افغان چارواکو سره د طالبانو  دخبرواترو ډنډوره  عمومی افکارو ته د دوکه ورکولو لپاره دی او    دا تشه پروپیګنډه ده.

 د  افغانستان د طالبانو  ډلې دغه ویندوی  وئیلی دی ،   په افغانستان کې د پارلیمانی انتخاباتو  دترسره کیدا په باب  د دغه هیواد حکومت او   طالبانو ترمینځ هیڅ ډول خبرې اترې نه دی شوی .

 له دې مخکې  طالبانو ډلې په کرتو  داعلامیو په خپرولو سره  ځینی لویدځی  رسنۍ،  دافغانستان  له حکومت سره د سولې دخبرواترو په باب  د دروغجنو راپورونو په خپرولو او د دغې ډلې  دمشرانو دخبرو په تحریفولو  تورنې  کړی دی  .

دافغانستان طالبانو ډلې    دکابل له حکومت سره دسولې  خبرې اترې  له افغانستانه د امریکا په قوماندانۍ  دبهرنیو  عسکرو  وتل  لومړنی  شرط  اعلان کړی دی .