دافغانستان دحکومت ، طالبانو او امریکا ترمینځ خبرې د څه لپاره ؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76853-دافغانستان_دحکومت_طالبانو_او_امریکا_ترمینځ_خبرې_د_څه_لپاره
زمونږ خبریال وایی رویټرز خبری اژانس ادعا کړی ده چې په سعودی عربستان کښې د افغانستان د حکومت او دطالبانو ترمینځ خبرې اترې شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2018 10:03 Asia/Kabul
  • دامریکا عسکر به هم  په خپلو اډو کښې غلي کې نني او دافغانستان د خلکو د وژلې  لوبه به هماغه راز دوام ومومي .
    دامریکا عسکر به هم په خپلو اډو کښې غلي کې نني او دافغانستان د خلکو د وژلې لوبه به هماغه راز دوام ومومي .

زمونږ خبریال وایی رویټرز خبری اژانس ادعا کړی ده چې په سعودی عربستان کښې د افغانستان د حکومت او دطالبانو ترمینځ خبرې اترې شوی دی .

رویټرز خبری اژانس ویلی دی په دغه غونډې کښې دافغانستان دملی پارلمان د انتخاباتو په وخت د ناکراریو د نا رامینځته کولو او دطالبانو د بندیانو د خوشی کولو په اړه خبرې اترې شوی دی .

داپه داسې حال کښې دی چې دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له تهران راډیو پښتو خپرونې سره په مرکه کښې د رویټرز خبری اژانس د راپور د دروغ بللو په ترڅ کښې د افغانستان له حکومت سره ددغه ډلې د هر ډول خبرو اترو ترسره کیدل رد کړی او ویلی یې دی داډول شیطنتونه معمولا د طالبانو په صفونو کښې ددرز او دنفاق د رامینځته کولو په هدف سره ترسره کیږی .

خو حقیقت دا دی چې د جنګونو د دوام په بهیر کښې دحکومت او دهغو کسانو ترمینځ چې مخکې په طالبانو ډلې کښې شامل وو او نور په طالبانو کښې هیڅ مقام او مسولیت پرغاړه نلری ښکاره او پټې غونډې شوی دی او دکابل حکومت تل هڅه کړی  دخپل هیواد خلکو او نړیوالو ته داسې القا کړی چې ګویا له طالبانو سره یې حقیقی خبرې اترې ترسره کړی دی چې هغه دځان لپاره دیوه (۱)امتیاز په توګه وګڼی .

که چیرې فرض کړو د افغانستان د حکومت یا د ښکیلو ډلو ترمینځ پټې خبرې اترې وشی چې دا هم د جنګ د ټولو ښکیلو لورو او هم د افغانستان دملت په ګټه دی چې په یوه(۱) سویه د خبرو اترو لاره خلاصه ووسی .

خو په دا ډول غونډو کښې په مقطعی هدفونو غور کول ددایمی امنیت اود  عمومی سولې په تاوان دی .

که چیرې په پرله پسې کلونو کښې د افغانستان دحکومت او د ښکیلو لورو ترمینځ د سولې دخبرو اترو بهیرونو ته لږ شان پام وشی نو مشکل یې دا دی چې دسولې لپاره خبرې اترې د یوې(۱) پروژې په توګه پیل شوی چې پکښې یوازې دیوې ډلې ګټې تامین شوی او بس .

داپه داسې حال کښې دی چې سوله د افغانستان د ملت ترټولو ستر ایډیل دی او هیڅ وجدان او ضمیر لرونکی افغان به د سولې پرځاې بله لاره انتخاب نکړی .

له دې سره سره له بده مرغه نن سبا په افغانستان کښې خارجی عسکر شته او دنړیوال روا والی مهر هم له دغو خارجی عسکرو سره دی او له امریکا سره د افغانستان شرمونکی امنیتی تړون نه یوازې دامریکا عسکرو ته د خپل شتون د دوام بلکې د افغانستان دخلکو د وژلې پلمه هم په لاس ورکړی ده .

خو که چیرې په دا ډول حالت کښې دافغانستان خلک دسولې په یوه(۱) مکانیزم موافقه وکړی له بدبختیو د وتلو لپاره یوه (۱)لاره موندلی شی .

که چیرې د سعودی عربستان ، د قطر ، دوبۍ  او دبګرام دغونډو هدف دافغانستان د عمومی او همیشنۍ سولې پرځاې یوازې د واک (قدرت )یوه معامله ووسی او دخبرو اترو د دوام لپاره ژمنه نه وی دا نو نور نه یوازې  له سولې بلکې دافغانستان له ملت سره یوه ستره جفا او ناځوانمردی ده ځکه چې دسولې له شعارونو څخه د یوې ناوړه معاملې لپاره استفاده کیږی او داسې معامله چې د افغانستان ملت به بیاهم په ویر کینوی او حکومت به له درغلۍ دیوې (۱) ډکې پروسې د پرمخ بیولو لپاره یو فرصت پیدا کړی او دطالبانو یوشمیر بندیان به خوشی شی او هغوې به د جنګ میدان ته بیرته  ورشی .

دامریکا عسکر به هم  په خپلو اډو کښې غلی کې ننی او دافغانستان د خلکو د وژلې  لوبه به هماغه راز دوام ومومی .

لیکوال عاشق حسین طوری

دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر

د۲۰۱۸میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې نهویشتمه نیټه .