دافغانستان خوست او ننګرهار څو چاودنو ولړزول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76854-دافغانستان_خوست_او_ننګرهار_څو_چاودنو_ولړزول
دافغانستان د پارلیمانی انتخاباتو دکاندیدانو سیالۍ له پرونه پیل شوی او تر شلو ورځوپورې به دوام وکړی . ټاکل شوې ده د افغانستان د پارلیمانی انتخاباتو دنګل د اکتوبر په شلمه په درست هیواد کې ترسره شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 29, 2018 10:28 Asia/Kabul
  •  دافغانستان  خوست او ننګرهار څو چاودنو ولړزول

دافغانستان د پارلیمانی انتخاباتو دکاندیدانو سیالۍ له پرونه پیل شوی او تر شلو ورځوپورې به دوام وکړی . ټاکل شوې ده د افغانستان د پارلیمانی انتخاباتو دنګل د اکتوبر په شلمه په درست هیواد کې ترسره شی .

 زمونږخبریال  راپورراکړ   دافغانستان  امنیتی سرچینو نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، نن سهار   دافغانستان په خوست ولایت کې  دپارلیمانی انتخاباتو دیوه کاندید دګاډو دکاروان په لاره کې  بم چاود شوی ، چې له امله ئې  یو شمیر کسان مړه او ټپیان شوی دی .

 همداراز  نن سهار   دافغانستان د ننګرهار ولایت   په  جلال آباد او سرخرود ولسوالیو  کې  هم درې  چاودنې شوی چې وئیل کیږی یوشمیر کسان په  کې ټپیان شوی دی . 

البته دخبر ترمخابیره کیدا پورې  د دغو پیښو پړه چا په غاړه نه ده اخستې .

له بلې خوا  دفراه ولایت  په مرکز فراه ښار کې  هم  ناپیژاندو مخ پټو  وسلوالو   په ډزو کې یو پولیس وژلی او درې نور ئې ټپیان کړی دی .

 دافغانستان د پارلیمانی انتخاباتو  دکاندیدانو سیالۍ  له پرونه  پیل  شوی او تر شلو ورځوپورې به دوام  وکړی .  ټاکل شوې ده د افغانستان  د پارلیمانی انتخاباتو دنګل د اکتوبر په شلمه په درست هیواد کې ترسره شی .