دافغانستان پاکستان دینی عالمانودسولې دپوره کیداپه سر سره موافقه کړې
د دواړو هیوادونو دینی عالمانو په دغې غونډې کې چې د :افغانستان او پاکستان ترمینځ دسولې اوپیوستون لپاره د : کاری اقدام : دپلان په چوکاټ کې شوی ،وئیلی دی ، د دغه شان غونډو ترسره کیدا په سیمې کې دامنیت په رامینځةکولو کې مهم رول لوبولی شی .
ا یرناخبری آژانس راپورورکړی ، دپاکستان او افغانستان دینی شخصیتونو پرون په اسلام اباد کې په غونډیدو سره د سولې د تحقق او د تاؤتریخوالی اوافراط پالنې نفی کولو په خاطر د ګډې ملګرتیا دپراختیا لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ .
راپورښئ ، دافغانستان د سولې د لوړې شورا د مرستیال عطاالرحمن سلیم په مشرۍ د دغه هیواد د مذهبی شخصیتونو اوه کسیز یوه پلاوی چې پاکستان ته په سفر تللی ، دپاکستان په خارجه وزارت کې ئې د دغه هیواد له مذهبی شخصیتونو سره لیده کاته کړی دی .
د دواړو هیوادونو دینی عالمانو په دغې غونډې کې چې د :افغانستان او پاکستان ترمینځ دسولې اوپیوستون لپاره د : کاری اقدام : دپلان په چوکاټ کې شوی ،وئیلی دی ، د دغه شان غونډو ترسره کیدا په سیمې کې دامنیت په رامینځةکولو کې مهم رول لوبولی شی .
له دې مخکې دپاکستان او افغانستان وزارتونو په کابل کې له تاؤتریخوالی سره دمبارزې داعلامیې دبرابرولو په خاطر د دواړو هیوادونو د عالمانو د ګډې غونډې په ترسره کیدا سره موافقه کړې وه .
پر طالبانو ډلې د پاکسان د مذهبی شخصیتونو اوعالمانو نفوذ ته په پام سره ، دافغانستان حکومت له کلونو مخکې راهسې ، پر اسلام اباد غږ کړی ؤ ، څو په افغانستان کې دې له تاؤتریخوالی دپاکستان دمشهورو مذهبی مشرانو د ملاتړ د نه کولو زمینې برابرې کړی . په دغې ناستې کې همدرااز دافغانستان عالمانو په ورپسې غونډو کې د طالبانو ډلې د ګډون په خاطر د پاکستان د اغیز شیندونکو عالمانو پر رول او ګډون ټینګار کړی دی .
له دې سره په یو وخت د افغانستان د طالبانو ډلې مسئولانو دیوې اعلامیې په خپرولو د دغه ډول غونډو جوړول بې ګټې بللی او وئیلی ئې دی ، د دواړوهیوادونو مذهبی مشران او عالمان باید دافغانستان دنیواک د روا بللو په ځای دې د دغه نیواک دختمولو لپاره خپل رول و لوبوی .