د انتخاباتو په درشل کښې سختې امنیتي تابیاې ضروري دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76994-د_انتخاباتو_په_درشل_کښې_سختې_امنیتي_تابیاې_ضروري_دي
د افغانستان د ولسي جرګې یو غړي د دغه ارګان د راتلونکو انتخاباتو د کاندیدانو او د خلکو د امنیت ساتل د افغان حکومت دنده وبلله.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 04, 2018 03:58 Asia/Kabul
  • د انتخاباتو په درشل کښې سختې امنیتي تابیاې ضروري دي

د افغانستان د ولسي جرګې یو غړي د دغه ارګان د راتلونکو انتخاباتو د کاندیدانو او د خلکو د امنیت ساتل د افغان حکومت دنده وبلله.

نادر خان کټوازي زمونږ خبریال ته په مرکه کښې په افغانستان کښې په تیره بیا د اکتوبر د شلمې نیټې د انتخاباتو په درشل کښې امنیتي چیلنجونه یوه ستره ستونزه وبلله او زیاته یې کړه: افغان حکومت دنده لري چې د ملکي وګړو او د انتخاباتي کاندیدانو د سر د ساتنې لپاره سختې امنیتي تابیاوې غوره کړي.

هغه په دې خبرې سره چې نن سبا د افغانستان د خلکو امنیت ته ډیر ګواښونه ورپيښ دي، زیاته کړه: د ننګرهار ولایت په کامه ښآر کښې د یو کاندید پر  انتخاباتي کمیټې  د داعش د وړمې ورځې د حملې په شان ترهګر بریدونه پر انتخاباتي تبلیغاتو لګیدلی بندیز منفي اغیزه لره.

کټوازي صیب څرګنده کړه: امریکا د داعش ترهګرې ډلې د حملې په هکله ډیر معلومات لري او که وغواړي نو د افغانستان د اسختباراتي ادارې په غږملتیا سره د داشان جنایتونو د ترسره کیدو مخه نیولی شي.