طالبان دې په افغانستان کې دسولې له بهیر سره یو ځای شی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77005-طالبان_دې_په_افغانستان_کې_دسولې_له_بهیر_سره_یو_ځای_شی
د افغانستان د ولس په اعتقاد، امریکا دافغانستان کې د جنګ په دوام ،دناکراریو په سختولو ،دعامو خلکو د وژلو په زیاتولو او دغه راز په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې په مالی اووسلوال ملاتړ کې غوره رول لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 04, 2018 09:22 Asia/Kabul
  • طالبان دې په افغانستان کې دسولې له بهیر سره یو ځای شی

د افغانستان د ولس په اعتقاد، امریکا دافغانستان کې د جنګ په دوام ،دناکراریو په سختولو ،دعامو خلکو د وژلو په زیاتولو او دغه راز په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې په مالی اووسلوال ملاتړ کې غوره رول لری .

 زمونږخبریال راپورراکړ  د امریکا دخارجه وزارت ویندوئې هیدر ناوریت  وئیلی دی ، دامریکا خارجه وزیر  مایک پمپئو باوری دی ،  د افغانستان د سولې  دپروسې دپرمختګ  په لور  یو ډول خوخښت لیدل کیږی  او طالبان    دخبرواترو له لارې  له دغه فرصته استفاده کولی شی .

 له دې مخکې   دافغانستان د سولې په بهیر کې د امریکا  ځانګړی استازی  هم ادعا کړې وه، د ډونالډټرمپ  حکومت تر یوه حده خپل  دریځ بدل کړی دی څو  له طالبانو سره د خبرواترو په دوسیې کې تر یوه حده پرمختګ وشی .

 داپه داسې حال کې دی ، چې   دطالبانوډلې مسئولانو   له افغانستانه د  امریکائی عسکرو  پشمول  د درستو بهرنیو عسکرو وتل  له افغان حکومت سره دخبرواترو   مخکې شرط بللی  دی .

 په افغانستان  کې له ۲۰۰۱کال راهسې   دامریکائی پوځیانو شتون  چې  تر دې دمه   په افغانستان کې د  سولې د ټینګیدا او  دامنیت دتامینولو په پلمه ده ، نه یوازې   ئې دافغانستان دحکومت لپاره کومه بریا نه ده درلودلې ،بلکې  د افغانستان د ولس په اعتقاد، امریکا دافغانستان  کې د جنګ په دوام ،دناکراریو په سختولو ،دعامو خلکو    د وژلو  په زیاتولو  او دغه راز  په افغانستان  کې د داعش ترهه ګرې ډلې  په مالی  اووسلوال ملاتړ کې غوره رول  لری .