امریکايي پوځیان قصداً افغان ملکیان په نښه کوي
د افغانستان یو متقاعد جنرال وویل: امریکايي پوځیان په عمدي توګه د افغانستان ملکي وګړي هدف ګرځوي.
د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه عتیق ا... امرخیل نن وویل: د امریکې د بې پایلټه الوتکو په بریدونو کښې د افغان ملکیانو پرله پسې وژله تیروتنه نه شو ګڼلی ځکه چې بیابیا د دې کار تکرار د دې حملې د عمدي توب نښه ده.
هغه د کابل پر استوګنو سیمو د امریکې ډرون حملې ته د کابل د حکومت بې تفاوتۍ او چپتیا ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: په افغان ملکیانو باندې د حملو او وژلو په لړ کښې له امریکايي پوځیانو تراوسه هیڅ ډول تفتیش نه دی شوی او نه هم محاکمه شوي دي.
امر خیل څرګنده کړه: زیاتره وختونه چې امریکايي پوځیان د افغانستان عام ولس وژني، افغان امنیتي ځواکونه یې پړه په خپله غاړه اخلي ځکه چې امریکا ځان ملامته نه خوښوي او دا کار د افغانستان له حکومته د خلکو د لرې کیدو سبب شوی دی.
د ویلو ده چې په دې وروستیو اونیو کښې په افغانستان کښې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو او د بهرنیو پوځیانو د عملیاتو له امله سلګونه ملکي وګړي مړه او زخمي شوي دي.