دسولې عالی شوراله طالبانوسره غیر رسمی لیدنې کتنې او خبرې شوی
د افغانستان د سولې عالی شورا د مشر په وینا، دغې شورا سولې ته د رسېدو لپاره د سولې ملی اجماع رامینځته کړې چې له لارې بهئې د سولې د خبرو اترو لپاره د افغانستان د ټولو خلکو نظرونه واخیستل شی.
زمونږخبریال دخبرو افغان سرچینو له قوله راپورراکړ دافغانستان د سولې دعالی شورا مشر کریم خلیلی پرون په کابل کې د سیاسی ګوندونو له مشرانو سره په یوه مشورتی ناسته کې ویلی، د دغو غیر رسمی لیدنو په ترڅ کې دا جوته شوې چې طالبان هم سولې ته لېواله دی .
خلیلی ویلی، د دوی هڅې د افغانانو ترمینځ د بینالافغانی مذاکراتو لپاره دی.:موږ هاله سولې ته رسېدلی شو چې د ټولو خلکو نظرونه پکې واخیستل شی او زه خوښ یم چې په دغه مودې کې مونږ له مقابل لوری سره یو ډول د نظر تبادله لرله، که څه هم دغه چاره رسمی نه، بلکې غیر رسمی وه، خو زه باور لرم چې یوه ورځ به ښکېلې خواوې په اکثریتو رأیو سره د سولې پلویان وی."
د افغانستان د سولې عالی شورا د مشر په وینا، دغې شورا سولې ته د رسېدو لپاره د سولې ملی اجماع رامینځته کړې چې له لارې بهئې د سولې د خبرو اترو لپاره د افغانستان د ټولو خلکو نظرونه واخیستل شی.
د دوی په خبره سولې ته د رسېدو په لار کې افغانان متحد شوی او دغه بهیر اوس یو حساس پړاو ته داخل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په تړاو د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره لیدنې کتنې پیل کړې دی او په دې تړاو یې له افغان چارواکو سره هم خبرې کړې دی.
له دې وړاندې په قطر کې د طالبانو د یوه پلاوی او امریکایی چارواکو ترمنځ لیدنې کتنې تأیید شوی او په سعودی عربستان کې له دغې ډلې سره د افغان چارواکو د خبرو اترو په اړه هم راپورونه ورکړل شوی دی.
خو وسلهوالو طالبانو تل ټینګار کړی چې د افغان حکومت سره نه، بلکې له امریکا سره غواړی نېغ په نېغه خبرې وکړی.