له محمد اشرف غني سره د امريکې د پارلېمان د مشر کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77207-له_محمد_اشرف_غني_سره_د_امريکې_د_پارلېمان_د_مشر_کتنه
د امريکې د پارلېمان مشر او د افغانستان ولسمشر د دغه هېواد امنيتي حالات وڅېړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2018 11:53 Asia/Kabul
  • له محمد اشرف غني سره د امريکې د پارلېمان د مشر کتنه

د امريکې د پارلېمان مشر او د افغانستان ولسمشر د دغه هېواد امنيتي حالات وڅېړل.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغان ولسمشر دفتر نن اعلان وکړ، پل رايان او اشرف غني په کابل کښې کتنه او د افغانستان د پارلېماني انتخاباتو، د دوو اړخيزو ملګرتياو، د سيمه ايزو مسائلو، په افغانستان کښې د امريکې د سټراټيجۍ او صلحې د چلند په اړه خبرې اترې وکړې.

کابل ته د امريکې د پارلېمان د مشر سفر په داسې حال کښې دے چې څو ورځې مخکې د افغانستان په چارو کښې د دغه هېواد خاص استازي زلمے خليل زاد کابل ته سفر کړے ؤ.

د افغانستان د پارلېماني انتخاباتو په درشل کښې دغه هېواد ته د امريکائي چارواکو تګ راتګ زيات شوے دے.

کارپېژاندي باوري دي چې لويديځ هېوادونه په تېره بيا امريکه کوشش کوي په انتخاباتي سياليو کښې د زياتو پېسو په لګولو او په دغو انتخاباتو کښې په لاسوهنو سره د دغه هېواد په پارلېمان کښې د خپلې خوښې  کسان وټاکي ، د افغانستان پارلېماني انتخابات د روان اکتوبر د مياشتې په شلمه نېټه ترسره کيږي.