د افغانستان ملت د امریکا دجنګ قربانی :-
-
دامریکا نظرخاوندان او شناندي په دې خبرې اعتراف کوي چې دغه ناروا جنګ د افغانستان دملت دځپنې په بیه دوام لري .
زمونږ خبریال وایی په کابل کښې د ملګروملتونو دفتر یوناما (United Nations Assistance Mission in Afghanistan)وایی چې د روان میلادی کال په لومړیو نهو(۹) میاشتو
کښې یعنی د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د سپتمبر دمیاشتې تر دیرشمې(۳۰) نیټې پورې په دغه هیواد کښې څه دپاسه اته زره (۸۰۰۰)ملګی وګړی وژل شوی او ژوبل شوی دی .
که څه هم ملګروملتونو د افغانستان دحکومت مخالفان ددغو مرګ ژوبلو عاملان بللی خو ددغو مرګ ژوبلو او غمیزې اصلی مسولیت دامریکا او دافغانستان دحکومتونو پرغاړه دی ځکه چې د جنګ دوام د امریکا د ستراتیژۍ یوه(۱) برخه ده او دکابل حکومت هم د امریکا دغه ستراتیژۍ تائیدوی او امریکا جنګ ته هڅوی .
دافغانستان دجنګ په اړه دامریکا نظرخاوندان او شناندی په دې خبرې اعتراف کوی چې دغه ناروا جنګ د افغانستان دملت دځپنې په بیه دوام لری .
د ویلسون د تحقیقاتی مرکز مشر مایکل ګوګلمین څرګندونې هم دغه خبره ثابتوی چې وایی د امریکا خلک د افغانستان دجنګ د دوام غوښتونکی نه دی خو دامریکا حکومت دنورو هدفونو په فکر کښې دی او د جنګ دختمولو هیڅ فکر او پلان نلری چې معنا یې دا ده چې امریکا جنګی ستراتیژۍ نور دهیواد دخلکو لپاره دمنلو وړ نه ده .
البته دهغو پراخو تبلیغاتو د دباو په وجه چې په لویدیځو ټولنو په تیره بیا د امریکا په ټولنه شته ددغو هیوادونو خلک تراوسه دخپلو حکومتونو جنایتونه چې په عراق ، سوریې او افغانستان کښې روان دی نشی لیدلی.
په کابل کښې دملګروملتونو دفتر یوناما(United Nations Assistance Mission in Afghanistan) د روان میلادی کال په لومړیو نهو(۹) میاشتو کښې د افغانستان د څه دپاسه اتوزرو(۸۰۰۰) ملکی وګړو مرګ ژوبله تائیدوی خو د هیواد خلک په ښه ډول پوهیږی چې دخلکو مرګ ژوبله له هغه څه چې اعلان شوی ده زیاته ده او دا یوه ډیره ستره غمیزه ده .
طالبان او داعش ډلې هم د افغانستان دخلکو ددغو مرګ ژوبلو یو (۱)عامل دی .
طالبان او داعش ډلې هم د دغو جنایتونو مسولې دی او په ټول کښې اصلی مشکل دا دی چې له ترهګرۍ سره دتش په نامه جنګ دیوې دسیسې پراساس روان دی او استخباراتی ادارې په تیره بیا د امریکا جاسوسۍ اداره سی ایی ای (Central Intelligence Agency)پکښې لاس لری .
دبهرنیو هیوادونو استخباراتی ادارې په تیره بیا دامریکا جاسوسۍ اداره سی ایی ای(Central Intelligence Agency) د جنګ د دوام زمینه برابروی او یوشمیر حساسیتونه هم رامینځته کوی چې د افغانستان دملت ترمینځ نفرت رامینځته کړی او طبیعتا داسې ډلې رامینځته کیږی چې دهمدغو جاسوسۍ ادارو لپاره د نورو جنایتونو او ویرو د رامینځته کولو لپاره پلمه رامینځته کوی او دا د نیواکګرو قدرتونو کار دی او بدبختۍ دلته ده چې د افغانستان، د عراق ، د سوریې ، د لیبیا په شان هیوادونو کښې د استعماری قدرتونو د هدفونو د تحقق لپاره داسې کسان پیدا کیږی چې خپل ملتونه د استعماګرانو د هدفونو قربانی کوی .
دافغانستان حکومت په تیرو څلورو(۴) کلونو کښې د هیواد دسلګونو زره خلکو د وژلې مسول دی او دغه کسان د امریکا د ستراتیژۍ او دکابل دحکومت لخوا ددغه ستراتیژۍ د تائیدولو پراساس وژل شوی دی .
که چیرې دلیل دا وی چې د افغانستان حکومت دسولې شعار ورکړی او په دې لړ کښې هڅې هم کوی او دغه کوششونه هیڅ معنا نلری ځکه چې دافغانستان حکومت له امریکا او ناټو سره امنیتی تړونونه لاسلیک کړی او دامریکا او دناټو ستراتیژۍ د جنګ د دوام پراساس ده او په همدې خاطر د سولې شعار خپل اصلی رنګ له لاسه ورکړی دی .
د امریکا د ستراتیژۍ په هکله د ویلسون د تحقیقاتی مرکز د مشر «مایکل ګوګلمین» څرګندونې کاملې سمې دی چې وایی د امریکا خلک د افغانستان دجنګ د دوام غوښتونکی نه دی خو دامریکا حکومت دنورو هدفونو په فکر کښې دی او د افغانستان د جنګ دختمولو فکر او پلان نلری .
که چیرې کوم کسان د ښاغلی مایکل ګوګلمین دغه څرګندونې ردوی له دې پرته چې ځان او ملت ته یې دوکه ورکړی بل هیڅ معنا نلری .
لیکوال عاشق حسین طوری
دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر
د۲۰۱۸ میلادی کال د اکتوبر دمیاشتې ۱۳ نیټه