سیمې ته د زلمي خلیل زاد سفر
د افغانستان د صلحې د پروسې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیره اونۍ سیمې ته خپل سفر کابل ته په تګ سره پیل کړ.
د افغانستان د صلحې د پروسې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیره اونۍ سیمې ته خپل سفر کابل ته په تګ سره پیل کړ. هغه د افغانستان له چارواکو سره له ملاقاتونو وروسته اسلام آباد ته لاړ او د افغانستان د صلحې د پروسې په لړ کښې یې له پاکستاني چارواکو سره ملاقاتونه او خبرې اترې وکړې او له هلته نه سعودي عربستان او بیا قطر ته لاړ او په افغانستان کښې د صلحې راوستو د څرنګوالي په اړه یې د دغو عربو هیوادونو له لوړرتبه چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
د یادولو ده چې زلمي خلیل زاد او ورسره پلاوي په قطر کښې د طالب ډلې له سیاسي استازو سره هم کتلي او د دغې ډلې او امریکې ترمینځ د خبرواترو په دوام یې موافقه وکړه او د دغه سیمه ایز سفر په پاې کښې کابل ته ستون شو. هغه په کابل کښې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او د اجرايي شورا د مشر عبدا... عبدا... په شمول لوړرتبه افغان چارواکي پاکستان او یادو عربو هیوادونو ته د خپل سفر له حاله خبر کړل.
دا چې د خلیلزاد په واسطه په افغانستان کښې د صلحې لپاره د امریکې هلې ځلې څومره جدي دي او آیا نتیجه به ورکړي؟ په دې اړه مونږ د افغانستان د ولسي جرګې د غړي مولانا عبدالرحمان رحماني صیب نظر وپوښته چې دوي په ځواب کښې وویل: د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې سټراټیجۍ له ماتې وروسته چې په افغانستان کښې د پوځیانو او ملکیانو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو سبب شوه، اوس غواړي چې دغه سټراټیجي بدله کړي او د صلحې پروسه غوره کړي او د دې هدف د پوره کیدو لپاره یې یو په خټه افغان امریکايي ډیپلماټ د امریکې د ځانګړي استازي په توګه وټاکه. دغه استازي هم د افغانستان په مسئله کښې د سیمې لاس لرونکو هیوادونو ته سفرونه وکړل او د دغو هیوادونو (پاکستان، عربستان، قطر او اماراتو) له چارواکو او همداشان په قطر کښې د طالبانو له سیاسي نمایندګانو سره یې ملاقاتونه وکړل.
مولانا رحماني صیب زیاته کړه: خو د زلمي خلیل زاد هلې ځلې قناعت بخښونکې نه ښکاري ځکه چې حالات ډیر پيچلي او کړکیچن دي او امریکې په تیرو اولسو کالو کښې د خپلو دوه ډوله سیاستونو په وجه خپل اعتبار او حیثیت ډیر بایللی دی. په افغانستان کښې هیڅوک باور نه کوي چې امریکا په سیمه کښې خپلو اهدافو ته له رسیدو پرته داسې په اسانه جنګ ختم کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې دغه غړي وویل چې که بالفرض امریکې له طالب ډلې سره موافقې ته هم ورسي، د داعش ترهګرې ډلې په شتون سره چې امریکې راوستې او روزلې ده، جنګ به دوام ولري او سرکشه او تندلاري طالبان به د سپينو بیرغونو پرځاې، تور بیرغونه پورته کړي.
د افغانستان د چارو تکړه کارپوه وحید مژده هم سیمې ته د زلمي خلیل زاد د سفرونو او هلوځلو په هکله وویل: حقیقت دا دی چې امریکې له طالبانو سره په جنګ کښې ماتې خوړلې ده او اوس غواړي دغه ډله پّ قدرت کښې شریکه کړي او د افغانستان په حکومت کښې ورته ډیره برخه ورکړي او د دې په بدل کښې طالبان د امریکې د پوځي اډو له شتون سره موافقه وکړي، چې د مژده صیب په وینا، ډیره ګرانه ښکاري چې طالبان دا کار وکړي ځکه چې په دې کار سره به طالبان بیخي له مینځه لاړ شي او کوم طالب وسله وال چې په ډګر کښې جنګیږي، د سیاستوالانو خبره به ونه مني او ممکنه ده په یوه بله ډله کښې شامل شي. طالب مشران په دې پوهیږي او په همدې وجه به هیڅکله په افغانستان کښې له امریکايي اډو سره موافقه ونه کړي.
د طالب ډلې ویاند ذبیح ا... مجاهد هم چې څه موده مخکښې یې له مونږ سره د ټیلیفون په لیکه خبرې کولې، په دې هکله وویل: طالبان همهغه شان پر خپل دریځ ولاړ دي چې که په افغانستان کښې حتی یو بهرنی پوځي هم وي، د دې ډلې جګړه به جاري وي. هغه وویل چې طالبان، د امریکې او ناټو ځواکونو ته له افغانستانه د وتنې لپاره د امنې او خوندي لارې ورکولو ته چمتو دي او د بهرنیو ځواکونو له وتنې وروسته افغانان خپلې ستونزې په خپلو مینځو کښې هوارولی شي.
البته ځیني افغانان په دې باور دي چې امریکا غواړي په کابل کښې د خپل سفارت د ساتنې په پلمه څو زره ځواکونه په افغانستان کښې وساتي.