ډاکټر عبدالله د افغانستان له حکومته د روسیې د ملاتړ غوښتنه وکړه
Oct 15, 2018 07:28 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر له روسیې وغوښتل چې د اشرف غني له حکومته ملاتړ وکړي.
عبدالله عبدالله په کابل کښې په خپله پرونۍ وینا کښې څرګنده کړه: روسیه باید پر پاکستان له خپل نفوذه او له طالب ډلې سره له خپلې اړیکې، په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت لپاره کار واخلي.
هغه زیاته کړه: د افغانستان خلک له ترهګرۍ سره د مبارزې په وړومبي صف کښې دي حال دا چې د دې جنګ اهداف له افغانستانه وتلي دي او د مرکزي آسیا امنیت هم ګواښي.
ډاکټر عبدالله د افغاسنتان د صلحې په اړه د ماسکو راتلونکې غونډې ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې په دې لړ کښې هرډول غونډه د افغان حکومت له ګډون پرته د منلو نه ده.