په تاجکستان کښې د افغانستان سفیره وګمارله شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77293-په_تاجکستان_کښې_د_افغانستان_سفیره_وګمارله_شوه
د افغانستان حکومت د تاجکستان لپاره یوه ښځینه سفیره وټاکله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 15, 2018 04:00 Asia/Kabul
  • په تاجکستان کښې د افغانستان سفیره وګمارله شوه

د افغانستان حکومت د تاجکستان لپاره یوه ښځینه سفیره وټاکله.

د افغانستان په ولسي جرګه کښې د غزني د خلکو استازې د دغه هیواد د ولسمشر اشرف غني په حکم په تاجکستان د سفیرې په توګه کښې خپل ډیپلماټیک فعالیت پيل کړ.

۳۹ کلنه میرمن شاهګل رضايي د افغانستان د هزاره قام څخه، د روشنايي غورځنګ یوه جګ پوړې غړې ده چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ په مخکښنیو انتخاباتو کښې یې د اشرف غني له کاندیداتورۍ ملاتړ کړی و خو وروسته د کابل په اوسني حکومت باندې په یوې نیوکه کونکې بدله شوه.

میرمن رضايي په افغانستان کښې وړومبنۍ میرمنه ده چې له تاجکستان سره د دغه هیواد د سیاسي اړیکو له ټینګیدو ورسته په دوشنبه ښار کښې د سفیرې په توګه وګمارله شوه.