اشرف غنی له سیاسی او جهادی مشرانو سره سلامشوره کوی
-
له تیر کال راهسې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیلولو لپاره د افغانستان د حکومت هڅې زیاتې شوي دي .
تسنیم خبری اژانس وایی دافغانستان د سولې لوړې شورا وویل ولسمشر اشرف غنی له طالبانو سره د حکومت دمرکچی ډلې د ټاکلو لپاره د هیواد له یوشمیر سیاسی او جهادی مشرانو سره سلامشوره کوی .
په قطر کښې د طالبانو د سیاسی دفتر له غړو سره د بیا بیا تماسونو او د سولې دهڅو په دوام کښې د افغانستان د سولې د لوړې شورا د دارالانشا مشر اکرم خپلواک د ولسمشر اشرف غنی لخوا د حکومت د مرکچی ډلې د ټاکلو خبر ورکړ .
اکرم خپلواک وویل دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هڅه کوی داسې مرکچی ډله وټاکی چې وکولای شی له طالبانو ډلې سره په خبرو کښې د هیواد دخلکو او دحکومت ګټې تامین کړی .
د افغانستان دسولې دلوړې شورا مشر کریم خلیلی هم په دې خبرې ټینګار سره چې افغانستان د سولې دبهیر اصلی مالک دی هیله وکړه له طالبانو سره دنورو هیوادونو تماسونه د افغانستان د حکومت لپاره د نیغ په نیغه خبرو زمینه جوړونکی ووسی .
روسیه هم کوشش کوی د ماسکو د سولې دغونډې له لارې دطالبانو ډلې او د افغانستان دحکومت د نیغ په نیغه خبرو اترو زمینه برابره کړی .
له تیر کال راهسې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیلولو لپاره د افغانستان د حکومت هڅې زیاتې شوی دی او ولسمشر اشرف غنی په بیلابیلو وختونو کښې دغه ډله له کوم شرط پرته خبرو اترو ته وربللی ده .
تر دې چې د افغانستان دسولې دلوړې شورا د غړو په شمول د هیواد ډیرو چارواکو ټینګار کړی دی چمتو دی حتی له هیواده د بهرنیو عسکرو د وتلو د موضوع په شان دسولې په بهیر کښې د کلیدی مسائیلو او د اساسی قانون داصلاح په اړه له طالبانو سره خبرې وکړی .