رائ ورکول د هرچاحق دی اوباید له دغه حقه استفاده وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77433-رائ_ورکول_د_هرچاحق_دی_اوباید_له_دغه_حقه_استفاده_وکړی
دافغانستان له کندهار او غزنی ولایت پرته په درست افغانستان کې د ولسی جرګې داستازو د ټاکلو لپاره د رای اچونې نن سهار له اوو بجو پیل شوی او تر ماښام پنځو بجو پورې به د وام لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 20, 2018 08:15 Asia/Kabul
  • رائ ورکول د هرچاحق دی اوباید له دغه حقه استفاده وکړی

دافغانستان له کندهار او غزنی ولایت پرته په درست افغانستان کې د ولسی جرګې داستازو د ټاکلو لپاره د رای اچونې نن سهار له اوو بجو پیل شوی او تر ماښام پنځو بجو پورې به د وام لری .

زمونږخبریال  له کابله راپورراکړ دافغانستان  ولسمشر محمد اشرف غنی په کابل کې د ولسی جرګې  د ټاکنو د رایې ورکولو په یوۀ مرکز کې له رایې ورکولو وروسته په  افغان ولس غږ کړی ، د رایو مرکزونو ته  دې  لاړ شی او خپل مسئو لیت دې  ادا کړی او دخپل ضمیر په اساس دې  خپل استازی وټاکی.

Image Caption

 

 دافغانستان له کندهار او غزنی ولایت پرته په درست افغانستان کې  د ولسی جرګې داستازو د  ټاکلو لپاره  د رای اچونې نن سهار له اوو بجو پیل شوی  او تر ماښام پنځو بجو پورې به د وام لری .

د دافغانستان  ولسمشر د کابل ښار په امانی لیسه کې له رایې کارولو وروسته پخپلو لنډو څرګندونو کې وئیلی دی ،  په درست  هیواد کې ټاکنې په ولولې سره پیل شوی او په پرتم سره به پای ته ورسیږی  هغه دغه راز  دافغانستان له ولسه غوښتی  چې  په عمومی ټاکنو کې دې بشپړ  برخه واخلی  او  خپل حق دې و کاروی ځکه ټاکنې یو امانت دی، رایه ورکول هم یو امانت دی چې ئې  ورکوو،  له نوماندانو غواړو چې د اساسی قانون  درناوی دې وکړی او کله چې د ولس کور ته لار  وموی نو  باید ژمنه وکړی چې د اساسی قانون او د هېواد له لوړو ګټو سره سم عمل وکړی او داسې قوانین وضع کړی چې خلک یې غواړی او افغانستان ورته اړتیا لری.

Image Caption

 

له دې سره په یووخت  دافغانستان د ملی وحدت حکومت   داجرائی شورا مشر عبدا... عبدا....هم  په کابل کې د خپلې رای دکارولو په وخت وئیلی دی ،ډیره د خوشالۍ خبره ده چې  ملی وحدت حکومت یو ځل بیا له ولس سره کړی ژمنه پوره کړه او ولس هم  باید خپل مسئولیّت وپیژنی او  دضمیر دغږ په اساس دې  خپل استازی وټاکی .

Image Caption

داپه داسې حال کې دي چې  دافغانستان  د انتخاباتي کمیششن مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد   نن سهار  وختي دانتخاباتو د رایو  داخستو دکار د ځنډيدو له کبله  له همدااوسه د    د رایو داخستو د وخت دتمدیدولو خبره  کړې څو د  خلکو درای داچولو حق ضائع  نشي .

Image Caption