له پاکستان سره د امريکې په پټو سازشونو د حامد کرزي نيوکه
مخکيني افغان ولسمشر وويل، افغانستان له پاکستان سره د امريکې د پټو سازشونو قرباني دے
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې حامد کرزي په يوه ټيلي ويژني مرکه کښې د دې په بيانولو سره چې امريکايان پکار نه دي د صلحې په خبرو اترو کښې د افغانانو ترمېنځ د روغې جوړې خنډ شي وويل: د افغانانو مهم شرط دا دے چې د صلحې د خبر ډول خبرې اترې پکار دي روڼې او شفافې وي او پکښې بټ سازشونه شتون ونه لري.
افغان ولسمشر د دې په ويلو سره چې د دغه هېواد حکومت او طالب ډله پکار دي صلحې ته د رسېدو لپاره مخکې شرط ونه ټاکي زياته کړه، په اوسنيو حالاتو کښې اصلي مقصد پکار دي د افغانانو په لاسو د دغه هېواد د چارو د واګو په اختيار کښې اخېستل وي.
حامد کرزي همدارنګ واضحه کړه، د افغانستان د ولسي جرګې استازي پکار دي له افغانستانه د بهرنيو په تېره بيا د امريکائي ځواکونو د وتلو په اړه فېصله وکړي.