په افغانستان کښې له شپږو زرو زيات انتخاباتي شکايتونه ثبت شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77558-په_افغانستان_کښې_له_شپږو_زرو_زيات_انتخاباتي_شکايتونه_ثبت_شول
د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو له چلند څخه له شپږو زرو نه زيات شکايتونه د دغه هېواد د انتخاباتي شکايتونو په کمېشن کښې ثبت شول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 24, 2018 13:27 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې له شپږو زرو زيات انتخاباتي شکايتونه ثبت شول

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو له چلند څخه له شپږو زرو نه زيات شکايتونه د دغه هېواد د انتخاباتي شکايتونو په کمېشن کښې ثبت شول.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو د کمېشن وياند عليرضا روحاني نن وويل، زياتره شکايتونه په کابل او د افغانستان په سترو ښارونو کښې د انتخاباتو د چلند د څه رنګوالي په اړه ثبت شوي دي او ټاکلې شوې ده نن په دغو شکايتونو غور شروع شي.

انتخاباتي شکايتونو ته وروستۍ رسيدګي لږ تر لږه يوې مياشتې مودې ته ضرورت لری.

افغان سياسي ګوندونو او ډلو خبردارے ورکړے دے چې د هغو مراکزو رائې چې له بيو مېټرېک سېسټم نه بغېر وي نه مني.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د اکتوبر په شلمه او يويشتمه نېټه  د افغانستان له ټولو ۳۴ ولايتونو څخه په ۳۲ ولايتونو کښې ترسره شول او قندهار او غزني ولايتونه د امنيتي او اختلافاتي مشکلاتو په وجه له دغه چلند څخه پاتې وو.

 د دغه هېواد د ولسي جرګې د انتخاباتو د دريمې دورې اتبدائي نتيجې د نومبر په شپږمه او وروستۍ نتيجه به يې د دسمبر په ۲۰ نېټه اعلانيږي.