په افغانستان کښې څه باندې ۱۱ زره انتخاباتي شکایتونه ثبت شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77615-په_افغانستان_کښې_څه_باندې_۱۱_زره_انتخاباتي_شکایتونه_ثبت_شوي_دي
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو په کمیشن کښې د دغه هیواد د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کیدو په بهیر باندې څه باندې ۱۱ زره شکایتونه ثبت شوي دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 26, 2018 07:55 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې څه باندې ۱۱ زره انتخاباتي شکایتونه ثبت شوي دي

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو په کمیشن کښې د دغه هیواد د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کیدو په بهیر باندې څه باندې ۱۱ زره شکایتونه ثبت شوي دي.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمیشن مشر عبدالعزیز آریايي پرون وویل: د افغانستان په مختلفو ولایتونو کښې له یوولسو زرو زیات انتخاباتي شکایتونه ثبت شوي او د هغو څیړنه هم پیل شوې ده.

هغه وویل چې شکایتونه په ۳۰ ډلو ویشل شوي او د شکایت د ډول په بنیاد به پرې غور وشي.

د ویلو ده چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روانې اکتوبر میاشتې په شلمه او یوویشتمه نیټه له ۳۴ نه په ۳۲ ولایتونو کښې ترسره شول. په قندهار او غزني ولایتونو کښې د امنیتي مسائلو او قومي اختلافاتو په وجه ټاکنې ونه شوې.

ټاکل په قندهار کښې به پارلیماني انتخابات د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۷ نیټه (سبا) ترسره شي.

همداشان د ولسي جرګې د دریم پړاؤ د شویو انتخاباتو ابتدايي پایلې د نومبر په شپږمه او قطعي نتیجه به یې د دسمبر په شلمه نیټه اعلان شي.