له بایومیټرک بهیره بهر ثبت شوې راې بې اعتباره دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77690-له_بایومیټرک_بهیره_بهر_ثبت_شوې_راې_بې_اعتباره_دي
د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو کمیشن وویل چې د دغه هیواد د ولسي جرګې د انتخاباتو هغه راې چې د بایومیټرک ټیکنالوجۍ له کارولو پرته ثبت شوې دي، اعتبار نه لري.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 28, 2018 16:23 Asia/Kabul
  • له بایومیټرک بهیره بهر ثبت شوې راې بې اعتباره دي

د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو کمیشن وویل چې د دغه هیواد د ولسي جرګې د انتخاباتو هغه راې چې د بایومیټرک ټیکنالوجۍ له کارولو پرته ثبت شوې دي، اعتبار نه لري.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو کمیشن نن د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره له درغلیزو رایو د معتبرو رایو د بیلولو لپاره اوه ګوني میعارونه اعلان کړي چې ترټولو مهم معیار پکښې، په رایه پاڼو باندې د بایومیټرک بارکوډ شتون دی.

په دې اساس، کومې راې چې د بایو میټرک سیسټم له کارولو پرته صندقونو ته اچول شوې دي، نامعتبرې ګڼل کیږي.

د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن لخوا د وړاندې شویو احصائیو له مخې د رایه ورکونو په کابو ۲۰ فیصده مرکزونو کښې ټاکنې د بایو میټرک ټیکنالوجۍ له کارولو پرته ترسره شوې دي.

د افغانستان سیاسي ګوندونو په ځلونو ټینګار کړی چې که د انتخاباتو کمیشن دغه راې باطلې اعلان نه کړي نو دوي به د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلې او نتایج ونه مني.