دافغانستان ولسمشر د انتخاباتو لپاره کاندید کیږی
Nov 02, 2018 11:10 Asia/Kabul
-
د جنګ د ختمولو لپاره طالبان باید د کابل له حکومت سره نیغ په نیغه خبرې وکړي .
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان اوسنی ولسمشر اشرف غنی د راتلونکی میلادی کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د کاندیدا کیدا لپاره د خپلې ارادې خبر ورکړ .
هغه نن وویل زه به د راتلونکی میلادی کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره کاندید شم چې خپل پروګرامونه بشپړ کړم او زما یو(۱) پروګرام له طالبانو سره دسولې خبرې اترې دی .
د افغانستان ولسمشر اشرف غنی ډاګینه کړه د جنګ د ختمولو لپاره طالبان باید د کابل له حکومت سره نیغ په نیغه خبرې وکړی .
هغه ټینګار وکړ طالبان یوازې د کابل له حکومت سره د سولې د نیغ په نیغه خبرو اترو له لارې کولای شی د داسې جنګ له ختمیدا سره مرسته وکړی چې له کبله یې په لسګونو زره خلک مړه او ژوبل شوی دی .
ټیګونه