دافغانستان په خاص ارزګان کښې دخلکو وژله زیاته شوی
Nov 06, 2018 12:19 Asia/Kabul
-
د خاص ارزګان په هستوګنه سیمو د طالبانو په تیرو لسو(۱۰) ورځو حملو کښې په لسګونو ملکي خلک وژل شوي .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان د بشری حقوقو خپلواکه کمیسیون په ارزګان ولایت کښې د ملکی خلکو دوژلې دزیاتیدا په اړه خبرداری ورکړ .
دافغانستان د بشری حقوقو کمیسیون نن په یوې(۱) بیانیې کښې په خاص ارزګان ولسوالۍ دطالبانو حملې وغندلې او ویې ویل که چیرې ددغه ولسوالۍ په هستوګنو سیمو دطالبانو حملې دوام ولری نو دخلکو وژله هم زیاته شی .
دافغانستان دبشری حقوقو د کمیسیون بیانیه زیاتوی د خاص ارزګان په هستوګنه سیمو د طالبانو په تیرو لسو(۱۰) ورځو حملو کښې په لسګونو ملکی خلک وژل شوی او یا ژوبل شوی او په سلګونو کورنۍ هم کډوالې شوی دی .
ټیګونه