دافغانستان عسکرو په لسګونو طالبان وژلی دی
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د طالبانو پرضد د پوځ په هوایی او ځمکنیو بریدونو کښې ددغه ډلې په لسګونو غړی ووژل شول .
دافغانستان دفاع وزارت نن وویل په ارزګان ولایت کښې د طالبانو ډلې په مرکزونو د پوځ په هوایی بریدونو کښې یویشت(۲۱) طالبان وژل شوی او شپاړس(۱۶) نور ژوبل شوی هم دی .
دافغانستان په شمال کښې دپوځ د شاهین د ۲۰۹ فرقې مطبوعاتی دفتر هم وویل د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کښې دطالبانو او دحکومتی عسکرو ترمینځ په جنګ کښې څلورویشت(۲۴) طالبان وژل شوی او نولس(۱۹)نور ژوبل شوی دی .
دافغانستان د کورنیو چارو وزارت هم وویل طالبانو بیګا د زابل ولایت په میزان ولسوالۍ کښې د پولیسو په مرکز حمله وکړه او د ډزو په ترڅ کښې اته (۸)طالبان ووژل شول او یولس(۱۱) نور ژوبل شول او په دغه حملې کښې دوه(۲) پولیس هم ووژل شول .
دافغانستان پولیسو نن په کابل ښار کښې دداعش او دطالبانو اته(۸) غړی له یوشمیر وسلو او مهماتو سره یوځاې ونیول .
دافغانستان پولیسو نن دهرات ښار دجوادیه جومات مخ ته په یوې(۱) باغیچې کښې د یوه کیښودل شوی بم د کشفولو او دشنډولو خبر ورکړ .
دغه راز د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کښې دطالبانو لاس ته د پوځ دیوه مرکز په ورتلو کښې شپږ(۶) عسکر وژل شوی او څلور(۴) نور طالبانو روغ ونیول .