د افغانستان انتخابات وځنډول شول
افغان خبري سرچينو د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نېټې د ځنډېدو خبر ورکړ.
د افغانستان پژواک خبري اژانس پرون وويل، د دغه هېواد د ولسمشرۍ انتخابات چې ټاکل شوې وه د راروان ۲۰۱۹ ميلادي کال د اپرېل په شلمه نېټه وشي د نورو دريو مياشتو لپاره وځنډول شول.
دغه خپري اژانس وليکل، د ولسمشرۍ د انتخاباتو او درې نورو انتخاباتو د کولو لپاره د دريو مياشتو په تاخير سره د راتلونکي ميلادي کال د جولائۍ په ديارلسمه نېټه موافقه وشوه خو دغه موافقه هم حتمي نه ده.
پژواک همدارنګ رپوټ ورکړ چې د ولايتونو او ولسواليو د شوراګانو د غړيو انتخابات او په غزني ولايت کښې د ولسي جرګې د غړيو انتخابات به هم چې له تېرې دورې يعنې د اکتوبر له شلمې نېټې څخه د قومي اختلافاتو او ناامنۍ په وجه پاتې وو هم د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په يو وخت وشي.