د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو قطعي نیټه اعلان شوه
(last modified Wed, 28 Nov 2018 10:51:05 GMT )
Nov 28, 2018 15:21 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو قطعي نیټه اعلان شوه

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن مرستیال ویاند د راتلونکي ۲۰۱۹ کال د اپریل شلمه نیټه د دغه هیواد د انتخاباتو د ترسره کیدو ورځ اعلان کړه.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن مرستیال ویاند د راتلونکي ۲۰۱۹ کال د اپریل شلمه نیټه د دغه هیواد د انتخاباتو د ترسره کیدو ورځ اعلان کړه.

عبدالعزیز ابراهیمي پرون وویل چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د درې میاشتني ځنډ موضوع د ولسمشریزو او د غزني د ولایتي او ولسوالیو د شوراګانو او د ولسي جرګې د څلورو انتخاباتو په یوځاې ترسره کولو په موخه یوه احتمالي طرحه وه چې د بلآخره د ۲۰۱۹ کال د اپریل په شلمه نیټه ترسره کیږي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د دغه هیواد د ولسمشر محمد اشرف غني کاري پړاؤ د راتلونکي ۲۰۱۹ کال د مۍ میاشتې په وروستیو کښې پاې ته رسیږي.

 

ټیګونه