د افغانستان ستونزه له سیاسي لارې هواریږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78749-د_افغانستان_ستونزه_له_سیاسي_لارې_هواریږي
د ایران د اسلامي شورا مشر په دې خبرې سره چې له پوځي لارې د افغانستان د ستونزې د هواري عبث کوشش نه دی پکار، وویل: د افغانستان د مشکلاتو حل یوازې له سیاسي لارې ممکن دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 08, 2018 02:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان ستونزه له سیاسي لارې هواریږي

د ایران د اسلامي شورا مشر په دې خبرې سره چې له پوځي لارې د افغانستان د ستونزې د هواري عبث کوشش نه دی پکار، وویل: د افغانستان د مشکلاتو حل یوازې له سیاسي لارې ممکن دی.

علي لاریجاني پرون مازیګر په تهران کښې د افغانستان د ولسي جرګې د مشر عبدالرؤف ابراهیمي په کتنه کښې څرګنده کړه: د افغانستان ولس په دې وروستیو کلونو کښې له ډیرو کړکیچونو تیر شوی دی.

د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر په دې خبرې سره چې د افغانستان د ستونزو د هواري لاره، پوځي نه ده او باید په سیاسي ډول هوارې شي، څرګنده کړه: د هیوادونو د پارلیمانونو د مشرانو غونډه د هغوي ترمینځ د همپالنې د زیاتیدو سبب کیږي.

په دغه کتنه کښې د افغانستان د ولسي جرګې (پارلیمان) مشر عبدالرؤف ابراهیمي هم افغانستان او ایران دوه ګاونډي او مسلمان هیوادونه وبلل او ویې ویل: ایران په سختو حالاتو کښې د افغانستان مرسته وکړه او د دې هیواد د ولس ترڅنګ ودرید.

هغه په دې خبرې سره چې نړیواله ترهګري د سیمې ترټولو مهمه مسئله ده، څرګنده کړه: ترهګرۍ د هیوادونو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې برخې اغیزمنې کړې دي او ضروري ده چې د دې کړکیچ د هواري په چوکاټ کښې سیاسي او امنیتي ملګرتیاوې پياوړې شي ځکه چې د افغانستان امنیت، د سیمې امنیت دی.

د ویلو ده چې د افغانستان د ولسي جرګې مشر، له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د ایران، پاکستان، افغانستان، ترکیې، چین او روسیې د پارلیمانونو د مشرانو په دویمه غونډه کښې د ګډون لپاره تهران ته راغلی دی.