د کابل د پارلېماني انتخاباتو د رايو بيا شمېرنه شروع شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78893-د_کابل_د_پارلېماني_انتخاباتو_د_رايو_بيا_شمېرنه_شروع_شوه
د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمېشن په کابل کښې د پارلېماني انتخاباتو د رايو د بيا شمېرنې خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 13, 2018 05:28 Asia/Kabul
  • د کابل د پارلېماني انتخاباتو د رايو بيا شمېرنه شروع شوه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمېشن په کابل کښې د پارلېماني انتخاباتو د رايو د بيا شمېرنې خبر ورکړ

د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو کمېشن د تير زيارت په ورځ د فساد او ټګيو له امله د ولسي جرګې د انتخاباتو ټولې رايې باطلې اعلان کړې، خو پرون يې د بيا شميرنې بهير بيرته پيل شو.

د انتخاباتو د خپلواک کمېشن د وياند مرستيال عزيز ابراهيمي په کابل کې رسنيو ته وويل چې د انتخاباتو خپلواک کمېشن د شکايتونو له کمېشن سره د رايو د بيا شميرلو په سر يوې نوې تګلارې له مخې موافقې ته رسېدلې دي او د رايو شميرل بيرته پيل شوي دي.

ابراهيمي وويل چې د کابل ولايت د کومو مرکزونو په اړه چې شکايتونه شوي دي، د هغو رايې به بيا شميرل کيږي او زياته يې کړه چې د راتلونکې هفتې په آخر کې به د کابل او پاتې نورو ولايتونود ولسي جرګې وړومبۍ نتيجې اعلان شي.

تر اوسه د افغانستان د ۲۴ ولايتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو وړومبنۍ نتيجې اعلان شوي دي او د کابل په شمول د اتو نورو ولایتونو وړومبنۍ نتيجې نه دي اعلان شوې.