له طالبانو سره د سولې خبرې اترې ضروری دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78905-له_طالبانو_سره_د_سولې_خبرې_اترې_ضروری_دی
تسنیم خبری اژانس وایی دافغانستان دملی وحدت د حکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله له طالبانو ډلې سره د خبرواترو د پیلیدا او د سولې د موافقې په لاسلیک کیدا ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2018 10:01 Asia/Kabul
  • دافغانستان حکومت له طالبانو ډلې سره د سولې دخبرو د پیلولو لپاره دولس(۱۲) کسیز پلاوی جوړ کړی دی .
    دافغانستان حکومت له طالبانو ډلې سره د سولې دخبرو د پیلولو لپاره دولس(۱۲) کسیز پلاوی جوړ کړی دی .

تسنیم خبری اژانس وایی دافغانستان دملی وحدت د حکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله له طالبانو ډلې سره د خبرواترو د پیلیدا او د سولې د موافقې په لاسلیک کیدا ټینګار وکړ .

عبدالله عبدالله په کابل کښې په یوې(۱) مرکې کښې وویل هیڅوک به دافغانستان له طالبانو سره دسولې دموافقې له لاسلیک کیدا تاوان ونه وینی او په هیواد کښې یوازې محدود شمیر کسان چې ګټو یې  له جنګ سره غوټه خوړلی ده په افغانستان کښې د جنګ او د نښتو د دوام غوښتونکی دی .

دافغانستان د ملی وحدت د حکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله په هیواد کښې د جنګ دختمیدا او دسولې دټینګیدا لپاره د خلکو غوښتنې ته په اشارې سره وویل له طالبانو ډلې سره په خبرو کښې د حکومت مرکچی پلاوی به د هیواد د بیلابیلو پرګنو غوښتنې په نظر کښې ولری .

دافغانستان یوشمیر سیاسی ګوندونه له طالبانو ډلې سره د حکومت د مرکچی پلاوی په جوړښت خپه  دی .

دافغانستان حکومت له طالبانو ډلې سره د سولې دخبرو د پیلولو لپاره دولس(۱۲) کسیز پلاوی جوړ کړی دی .

داپه داسې حال کښې دی چې طالبانو دلې دافغانستان د ولسمشر اشرف غنی نوی وړاندیز ته په غبرګون کښې یوځل بیا د کابل له حکومت سره د سولې خبرې اترې رد کړی دی .