دافغانستان حکومت له طالبانو سره دخبرو اترو مسول دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78916-دافغانستان_حکومت_له_طالبانو_سره_دخبرو_اترو_مسول_دی
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال عارف صمیم وویل یوازې ددغه هیواد حکومت مرکچی پلاوی له طالبانو سره د نیغ په نیغه خبرو اترو صلاحیت لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2018 13:20 Asia/Kabul
  • دافغانستان حکومت له طالبانو سره دسولې دخبرو اترو  دپیلولو لپاره دولس(۱۲) کسیز پلاوی جوړ کړی دی .
    دافغانستان حکومت له طالبانو سره دسولې دخبرو اترو دپیلولو لپاره دولس(۱۲) کسیز پلاوی جوړ کړی دی .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال عارف صمیم وویل یوازې ددغه هیواد حکومت مرکچی پلاوی له طالبانو سره د نیغ په نیغه خبرو اترو صلاحیت لری .

هغه نن له طالبانو ډلې سره د مرکچی ډلې د جوړولو په هکله د سیاسی ګوندونو اقدام ته په غبرګون کښې وویل د حکومت مرکچی پلاوی باید له طالبانو سره خبرې وکړی .

دافغانستان حکومت له طالبانو سره دسولې دخبرو اترو  دپیلولو لپاره دولس(۱۲) کسیز پلاوی جوړ کړی دی چې دسولې دلوړې شورا او د سیاسی ګوندونو اعتراض یې راپارولی دی .