دوستم په راتلونکو ټاکنو کښې د غني ملاتړ کوي
د افغانستان د ولسمشر وړومبي مرستیال او د دغه هیواد د حزب ملي اسلامي مشر په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کښې د محمد اشرف غني له کاندیداتورۍ ملاتړ وکړ.
د افغانستان د ولسمشر وړومبي مرستیال او د دغه هیواد د حزب ملي اسلامي مشر په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کښې د محمد اشرف غني له کاندیداتورۍ ملاتړ وکړ.
د افغانستان د ملي اسلامي ګوند ویاند بشری احمد ته ینج پرون وویل: د ولسمشر اشرف غني او عبدالرشید دوستم ترمینځ په شویو ملاقاتونو کښې غني له دوستمه غوښتي چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې دې د ده ملاتړ وکړي.
د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو نوم لیکنه د راتلونکي ۲۰۱۹ کاله د جنورۍ له اولې نیټې پیلیږي او دولس ورځې به دوام ولري.
د دغه مهال ویش له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات ټاکل شوې د همدغه کال د اپریل په شلمه ترسره شي او فاینل نتایج یې د جون په پنځلسمه نیټه اعلان شي.