امریکاطالبانوډله شپږمیاشتنی اووربندته بللې،خوطالبان شرطونه لری
د ابوظبئ په غونډې کې دطالبانو ډلې استازو ټینګار کړی ، دوی دافغانستان له حکومت سره د شپږ میاشتنی اوور بند په باب د امریکا غوښتنه په دې شرط چې په افغانستان کې دې موقتی حکومت جوړ شی او مشرۍ دې ئې دغې ډلې ته وسپارل شی ، موافقه کوی .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ امریکا چې دطالبانوډلې دنابودۍ لپاره ئې اتلس کاله مخکې په افغانستان یرغل کړی ، ، اوس له دغې ډلې سره په روغې جوړې پسې ده .
راپورښئ ، امریکا د ابوظبئ په ناستې کې چې دامریکا او د رو هیوادونو عربستان ،پاکستان او متحده عربی اماراتو په شتون سره له طالبانو سره شوی ، طالبانو ته وړاندیز کړی ، چې په افغانستان کې دې شپږمیاشتنی اووربند ومنی او دافغانستان په سیاسی راتلونکی دې د افغانستان دملی وحدت حکومت دیوې برخې په توګه ګډون وکړی . خو د ابوظبئ په غونډې کې دطالبانو ډلې استازو ټینګار کړی ، دوی دافغانستان له حکومت سره د شپږ میاشتنی اوور بند په باب د امریکا غوښتنه په دې شرط چې په افغانستان کې دې موقتی حکومت جوړ شی او مشرۍ دې ئې دغې ډلې ته وسپارل شی ، موافقه کوی .
دافغانستان دولسمشرۍ مانۍ پرون وئیلی د عبدالسلام رحیمی په مشرۍ د افغان حکومت دولس کسیز مرکچی پلاوی له طالبانو ډلې سره دخبرواترو په موخې سره ابوظبئ ته تللی دی .
داپه داسې حال کې دی چې تروروستیو پورې دطالبانو استازودافغانستان دحکومتی مرکچی پلاوی سره جلا لیده کاته نه دی کړی او د دغو خبرواترو نهائی فیصلې په باب هم څه نه دی وئیل شوی .